ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ختيځ کې سيلابونو اته تنه مړه کړي او لسګونه کورونه يې وړي

ختيځ کې سيلابونو اته تنه مړه کړي او لسګونه کورونه يې وړي

author avatar
25 Feb 2015 - 11:56
ختيځ کې سيلابونو اته تنه مړه کړي او لسګونه کورونه يې وړي
author avatar
25 Feb 2015 - 11:56

جلال اباد، ميدانښار (پژواک، ۶ کب ۹۳): لومړني معلومات ښيي، چې د ننګرهار، لغمان او نورستان په ولايتونو کې سختو سيلابونو اته تنه مړه کړي، لسګونه کورونه او سلګونه جربيه ځمکې يې وړې دي.

په دې ولايتونو کې په پرله پسې ډول له تېرو  ۳۰ ساعته راهيسې ورښت روان دی او په ځينو سيمو کې يې سيلابونه راوتلي چې وېل کېږي ښايي د مرګ وژبلې شمېر په کې تر دې ډېر شي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ۶مه ،پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، سخت ورښت او سيلابونو تر دې دمه څلور تنه مړه کړي او د لسګونو کورونو د ړنګېدو تر څنګ يې  سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې وړې دي .

ځواک وايي، په دولت شاه ولسوالۍ کې بيا د واورې د ورېدو له امله د مالي زيانونو تر څنګ د دولت شاه او فرشغان تر منځ غځيدلې لاره تخريب او تړل شوې ده.

د هغه په وينا، دغه راز د کابل -جلال اباد پر لويه لاره د وريښمين تنګي په سيمه کې غر را ښويېدلی، خو لاره يې په بشپړه توګه د ترافيکو پر مخ نه ده تړلې.

د والي وياند زياتوي، چې د قرغيو ولسوالۍ اړوند د لمټۍ د سيمې په بيله کلي کې څلور کورنۍ چې پنځوس تنه غړي يې دي د سيند په منځ کې د اوبو د زياتوالي له امله بند پاتې وو چې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو  د الوتکو په وسيله د اوبو له خطر څخه وژغورل شول او امن ځای ته انتقال شول.

بله خوا د ننګرهار د والي ياند احمدضيا عبدالزی وايي چې د دې ولايت په سره رود ، بهسودو ، چپرهار او لعلپورې ولسواليو کې دتېرې شپې سېلابونو ځينې سيمې ځپلې دي او د بهسودو ولسوالۍ زنګويي په سيمې کې څلور ماشومان وړي دي.

د والي وياند وايي چې د ننګرهار ولايت مقام، اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د زيانونو کچه په عاجل ډول معلومه او زيانمنو خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

د بهسودو ولسوالۍ د زنګويي د سيمې اوسېدونکي خړ کوچي پژواک اژانس ته وويل، ديوې کورنۍ څلور ماشومان اوبو وړي چې يو يې موندل شوی او درې يې لادرکه دي.

نوموړي زياته کړه، په دې سيمه کې د کوچيانو کورنۍ د سيند پر غاړه مېشتې دي چې تېره شپه د اوبو د ډېرېدو له امله ۱۹ کورونه يې اوبو وړي دي.

همدارنګه د نورستان د والي وياند موسی شامي وايي چې په دې ولايت کې د سخت ورښت او سيلابونو له امله د دواب او کامدېش ولسواليو لارې له نورګرام ولسوالۍسره تړل شوې دي.

د والي وياند وايي چې تراوسه ورته د مرګ ژوبلې رېپوټونه نه دي رسېدلي خو وېل کېږي چې سختو سيلابونو په ځينو سيمو کې کورنه وړي دي.

د ننګرهار ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې مشر عبدالواهاب شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې له ختيځو ولايتونو څحه ورته د سخت ورښت او سيلابونو خبر رسېدلی خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د ده په وينا، چې نن د ختيځو ولايتونو د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارو مشران  په دې موخه  بېړنۍ غونډه لري څو سيلاب ځپلو سره د مرستې پر څرنګوالي غور وکړي.

بله خوا د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې په دې ولايت کې هم د سختو ورښتونو له امله لسګونه څاروي له منځه تللي او دوه کورونه نړېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې ددې ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې سيلابونو ٣٥ څاروي مړه کړي او دوه کورونه يې په بشپړه توګه نړولي دي.

د نوموړي په وينا، د ورښـت او سيلابونو له امله چې د کابل – غزني او کابل – باميانو لارې تړل شوې وې، اوس پرانيستل شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.