ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست لپاره  ١٣ پروژې منظورې شوې

د خوست لپاره ١٣ پروژې منظورې شوې

author avatar
25 Feb 2015 - 14:09
د خوست لپاره  ١٣ پروژې منظورې شوې
author avatar
25 Feb 2015 - 14:09

خوست ښار ( پژواک، ٦ کب ٩٣ ) : د خوست سرپرست والي وايي، چې د دې ولايت د مرکز اړوند د ځينو سيمو لپاره د سيکا د پروګرام له لوري ۱۳ پروژې منظورې او پر پلې کېدو سره به يې د خلکو ځينې ستونزې هوارې شي.

د خوست د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې والي عبدالجبارنعيمي دغه څرګندونې له قومي مشرانوسره په يوه غونډه کې وکړې.

د سرچينې په حواله، يادې ۱۳ پروژې د مرکز اړوند د لکڼو، شمل او متون سيمو د خلکو د اړتياوو پربنسټ منظورې شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به يې په عملي ډول  چارې پيل شي.

 نعيمي ويلي، چې د بيارغونې د يادو پروژو پر پلې کېدو څه باندې ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې سيکا ( د ثبات پروګرام ) موسسې پرغاړه اخيستی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د پروژو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي، خو زياته کړې يې ده، چې پر پلې کېدو سره به يې شته ستونزې هوارې او دغه راز ګڼ شمېر کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

سرچينې د والي له قوله ويلي، چې د ستونزو د هواري او اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره يې په کابل کې له نړيوالو مرستندويه ادارو سره د خلکو بنسټيزې غوښتنې شريکې کړې او د عملي ګام لپاره يې هيله من دي.

د خوست ښار يو تن اوسېدونکي محمد الرحمن پژواک اژانس سره په خبرو کې د بيارغونې د يادو پروژو پر منظورۍ خوښي څرګنده کړه.

محمدالرحمن له دولت او مرسته کوونکو سازمانونو څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو اړتياوې وڅېړي او پربنسټ يې هغو پروژو ته لومړيتوب ورکړي، چې تر نورو زياته اړتيا ورته لېدل کېږي.

سيکا دا مهال د خوست په نادرشاه کوټ، اسماعيل خېل او مندوزيو، تڼيو، ګربزو او ځاځي ميدان ولسواليو کې فعاليت لري.

د معلوماتو له مخې، په يادو ولسواليو کې تر اوسه د دې پروګرام له لارې د نږدې ۱۳۵ ميليونو افغانيو په لګښت د بيارغونې ۸۴ پروژې بشپړې شوې او د ۴۵ ميليونو افغانيو په لګښت ۳۴ نورې تر کار لاندې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.