اسعد اباد ( پژواک، ٦ کب ٩٣ ) : د کونړ ولايت مستوفي وايي چې په روان لمريز کال کې يې په عوايدو کې ٢٢ سلنه زياتوالى راغلى دى.
د کونړ مستوفي عبدالغفور نورستاني پژواک خبري اژنس ته وويل چې د ماليې وزارت له خوا سـږ کال ورته د ١٤٥،٥ ميليونه افغانيو هدف ورکړل شوى و.
خو هغه زياتوي چې د روان لمريز کال په اوږدو کې يې تر اوسه ١٨٦،٦ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي خو له ورکړل شوي هدف څخه يې تر اوسه له ٤١ ميليونه زيات عوايد ترلاسه کړي،چې له ٢٢ سلنه زيات دي.
نورستانی وايي ، کونړ يو سرحدي ولايت دی او له ګاونډي هېواد پاکستان سره څلور د موټرو د تګ راتګ لارې لري .
د هغه په وينا، که چېرې له پاکستان سره د سوداګريزو توکو لپاره د ناواپاس لويه لاره ټرانزيټي شي ، نو نه يواځې د سوداګرو ستونزې هوارېږي، بلکې ددوى عوايد به هم ورسره لوړ شي.
د کونړ مستوفي وويل چې مرکزي حکومت ورسره د يادې لارې د ټرانزيټ کېدو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه يې عملي بڼه نه ده خپله کړې.
نورستاني زياته کړه، چې که په کونړ ولايت کې د لرګيو د قاچاق او کانونو د غير قانوني کيندلو مخه ونيول شي نو ددې ولايت عوايد به ورسره نور هم زيات شي.
نوموړى وايي چې په دې ولايت کې ډېرې نا امنه سيمې شته چې دوى له دې سيمو څخه عوايد نه شي راټولولى.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن