ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په نړيوال جام کې لومړۍ بريا خپله کړه

افغانستان د کرکټ په نړيوال جام کې لومړۍ بريا خپله کړه

author avatar
26 Feb 2015 - 11:03
افغانستان د کرکټ په نړيوال جام کې لومړۍ بريا خپله کړه
author avatar
26 Feb 2015 - 11:03

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): افغانستان د کرکټ د نړيوالو جام په سياليو کې سکاټلينډ ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام لومړۍ بريا خپله کړه.

دا لوبه نن (د کب ٧مه) د نيوزيلينډ هېواد د ډونيډن ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې سکاټلينډ ته د توپوهنې بلنه  ورکړه.

د سکاټلينډ د لوبډلې پيل ډېر ښه نه و او په دويم اور کې يې خپل لوبغاړى له لاسه ورکړ، د يوه لوبغاړي له سوځېدو سره د سکاټلينډي لوبغاړي تر فشار لاندې راغلل او په وقفه يي توګه يې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل.

کله چې د سکاټلينډ منډې په ٣٥ اورونو کې ١٤٤ ته ورسېدې، نو اته پياوړي لوبغاړي يې له لاسه ورکړي وو، خو په دغه وخت کې دوو سکاټلينډي لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې يې خپلې منډې تر ٢٠٠ واړولې.

د سکاټلينډ لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٠ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢١١ منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبډلې له لوري شاه پور ځدراڼ او دولت ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه، شاه پور د سکاټلينډ څلور او دولت درې لوبغاړي وسوځول.

دغه راز حميد حسن، ګلبدين نايب او محمد نبي يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان ملي لوبـډله په ډېره ښه توګه د ياد هدف ترلاسه کولو لوبه پيل کړه  او په اوو اورونو کې يې ٤٢ منډې جوړې کړې، خو پر دې مهال نوروز منګل او اصغر ستانکزي د غير مسوولانه لوبې په کولو وسوځېدل.

د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د افغانستان لوبـډله تر فشار لاندې راغله او يو په بل پسې يې لوبغاړي سوځېدل، کله چې د افغانستان منډې ٩٧ ته ورسېدې، نو اووه پياوړي لوبغاړي هر يو نوروز منګل، اصغر ستانکزى، جاوېد احمدي، محمدنبي، نجيب ځدراڼ او افسر ځاځى وسوځېدل.

بلخوا سميع الله شينوارى په ميدان کې ولاړ او د سکاټلينډ له لوبغاړو سره يې په يواځې ځان مقابله کوله، کله چې د افغانستان منډې ١٣٢ ته ورسېدې نو ګلبدين نايب هم وسوځېد، خو شينواري حوصله له لاسه نه ورکوله او له دولت ځدراڼ سره يې يو ځاى منډې تر ١٩٠ پورې ورسوله.

شينواري په يوه اوور کې درې پرله پسې شپږيزې ووهلې او دافغانستان بريا يې رانږدې کړه، خو بل توپ وسوځېده.

د هغه تر سوځېدو وروسته حميد حسن او شاه پور ځدراڼ تر اخره پورې مقابله وکړه او د شاه پور ځدراڼ د يوه په زړه پوري شارټ سره افغانستان بريا خپله کړه او په يوه وېکټ يې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه.

سميع الله شينوارى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

هغه د لوبې په پاى کې رسنيو ته ويل چې لوبډلې يې لوبغاړي له لاسه ورکړل او دې ته اړتيا وه، چې څوک بايد په ميدان کې پاتې شي او مقابله  وکړي.

ده زياته کړه: ((دغه کار ما وکړ، فشار هم زيات و، خو  لوبه مې تر اخره پورې ورسوله دولت او حميد حسن راسره ښه ملګرتيا وکړه.))

هغه د خداى شکر ادا کړ، چې لوبـډلې او هېواد ته يې بريا ورپه برخه کړه.

د نړيوال جام په روانو سيالوي کې  د افغانستان دا لومړى بريا ده، تر دې مخکې ملي لوبډلې له بنګله دېش او سريلانکا څخه ماتې خوړلې وې.

افغانستان به د نړيوال جام په لړ کې له انګلستان، اسټراليا او نيوزيلينډ سره هم لوبې ترسره کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.