فيض اباد (پژواک، ٧ کب ٩٣): د بدخشان په ماهمي ولسوالۍ کې واورې ښويېدنې ١٨ کسان مړه کړي او همدارنګه په دغه ولايت کې د واورې ډېر ورښت د يوه کلي څنډه لاندې کړې ده.
د بدخشان د والي وياند ګل محمد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون شپه د ماهمي ولسوالۍ په تنګ شيو کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ په دې واوره ښويېدنه کې ١٨ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او کېداى شي د دې پېښې د قربانيانو د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
د بدخشان له طبيعې پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر عبدالله همايون دهقان وويل چې د واورې ښويېدو د تنګ شيو کلي يوه څنډه لاندې کړې او يو شمېر کورونه يې ويجاړ کړي دي.
دهقان زياته کړه، هغه ١٣٩ کسان چې د واورې ښويېدو له امله زيانمن شوي، اوسمهال تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي او ټاکل شوې چې نن د ملي دفاع وزارت يو پلاوى په دوو چورلکو کې د يادې پېښې د څېړنې په موخه د ماهمي ولسوالۍ ته ولاړ شي او پر هغوى باندې ژمني او خوراکي توکي هم ووېشي.
د ويلو ده چې په وروستۍ يوې مياشتې کې د بدخشان په راغستان، يمګان، شُکي او ماهمي ولسواليو کې د واورې ښويېدنې له امله ٢٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.
بدخشان د هېواد له غرنيو ولايتونو بلل کېږي چې ډېرى وخت د درنې واورې شاهد وي چې د دغو درنو واورو له امله په کې هر کال لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پنجشېر ولايت کې يوازې د پرون ورځې د واورې ښويېدو له امله ١٢٩ کسانو او د هېواد په کچه ١٢٨ کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن