ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ د بريا مبارکي ورکړه

ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ د بريا مبارکي ورکړه

author avatar
26 Feb 2015 - 15:37
ولسمشر او نورو چارواکو د کرکټ د بريا مبارکي ورکړه
author avatar
26 Feb 2015 - 15:37

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٣): ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو په نړيوال جام کې د کرکټ د ملي لوبډلې د بريا مبارکي وويله.

د افغانستان د کرکـټ ملي لوبـډله نن )د کب ٧مه( د نيوزيلينډ په ډونيډن ښار کې د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د سکاټلينډ لوبډلې ته له يوې سختې او په زړه پورې مسابقې وروسته ماتې ورکړه.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د کرکټ  د نړيوال جام په سياليو کې د کرکټ د ملي لوبډلې د برياليتوب له امله ملي لوبډلې او هېوادوالو ته مبارکي ويلې ده.

سرچينې زياته کړې ولسمشر پر دې بريا ټولو هېوادوالو، دکرکټ بورډ ادارې او د ملي لوبډلې لوبغاړو ته مبارکي ورکړې او د نورو برياوو هيله يې څرګنده کړې.

ولسمشردغه برياليتوب د ورزش په ډګر کې افغان ولس ته ستر وياړ بولي، له ټولو افغانانو څخه غواړي چې هېواد ته د بېرته راستنېدو پر مهال د خپلو اتلانو تود هرکلی او د هغوی د برياوو قدر وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر نن په اسټراليا کې د کرکټ د ملي لوبـډلې له مسوولينو سره ‌ټيلېفوني خبرې کړې او هغوى ته يې پر دې بريا مبارکي ورکړې ده.

بلخوا د هېواد اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دې سترې بريا ملي لوبډلې او هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

د اجراييه رياست له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ډاکټر عبدالله ويلي: ((په نننۍ لوبه کې ټولې لوبډلې خپله وړتيا وښوده؛ خو د سميع الله شينواري وړتيا او حوصله مندۍ افغانستان د بري پړاو ته ورساوه، په نړيوال جام کې د افغانستان دا بريا هېواد لپاره ستره لاسته راوړنه ده.))

ډاکټر عبدالله ويلي، په داسې يوه هېواد کې چې جګړو ځپلی او هره ورځ يې لسګونه کسان د جګړو، چاودونو او طبيعي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، داسې ډول بريا ترلاسه کول، هېوادوالو ته نادره خوښي ورکوي.))

د هغه په وينا، د کرکټ اتلانو نړۍ ته په خپلې وړتيا سره د سولې او امن پيغام ورکړ او دا يې ثابته کړه چې افغانان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د سوله ييز ژوند حق لري.

پخواني ولسمشر په نړيوال جام کې د کرکټ د ملي لوبډلې په بريا، د خپلې  خوښۍ مراتب څرګند کړي دي.

هغه ويلي:  ((په ډېرې خوشحالی سره خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د کرکټ د  نړيوال جام په لوبو کې سکاټلينډ هېواد ته ماته ورکړه.))

کرزي پر دې بريا د افغانستان ټولو خلکو ته او په ځانګړې توګه د کرکټ د ملي ټيم اتلانو ته، چې يو ځل بيا يې خپله وړتيا نړيوالو ته په ډاګه کړه، د زړه له کومې مبارکي ورکړې ده.

دغه راز د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، د ماليې پخوانى وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د بلخ والي عطا محمد نور، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي، د خوست والي عبدالجبار نعيمي  او يو شمېر نورو چارواکو هم پر دې بريا مبارکي ورکړې ده.

د دې تر څنګ په کابل کې دامريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې افغانانو ته د دې بريا مبارکي ورکړل شوې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.