ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه شول

د ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه شول

author avatar
27 Feb 2015 - 14:55
د ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه شول
author avatar
27 Feb 2015 - 14:55

نيلي(پژواک، ۸ کب ۹۳):د دايکنډي ولايت چارواکي وايي ، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښه له امله اته تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

 د دايکندي د ميرامور ولسوالۍ ولسوال سید محمد هاشمي د کب په ٨مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې کله يو فلاينکوچ موټر له يادې ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز (نيلي) ته د حرکت په حال و .

 هغه وويل چې ياد موټر د ولسوالۍ په تخاوي سيمه کې د سړک د خرابوالي له امله چپه شوى دى .

 ده زياته کړه چې په دې پېښه کې د موټر اته سپرلۍ مړې شوې او څلور نورې ټپيانې دي ، چې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى .

 د ولسوال په وينا، چې د پېښې ټپيان د سيمې د خلکو په مرسته د نيلي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د نوموړي په خبره ، چې د وروستۍ واورې ورېدو له امله د يادې ولسوالۍ سړک ډير خراب شوى او موټر په دير مشکل سره پرې تګ راتګ کوي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.