میمنه (پژواک، ٨ کب ٩٣): د فارياب ولايت چارواکي وايي، د يوې موسسې هغه درې کارمندان چې طالبانو څه موده مخکې تښتولي وو ، طالبانو پورې اړوند له درې ازبکستانۍ مېرمنو سره تبادله شول .
شاوخوا څلور اوونۍ مخکې د انساني مرستو د همغږۍ موسسې (CHA) څلور کارمندان د ميمنې په پنځه کيلومترۍ کې د کته کم په سيمه کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو، چې يوتن يې تېره اوونۍ طالبانو وواژه .
د فارياب د ملي امينت رياست يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې له طالبانو سره پاتې د يادې موسسې درې بنديان تېره ورځ ماښام مهال له هغو درې ازبکستانۍ مېرمنو سره چې دولت له طالبانو سره په تړاو نيولې وې تبادله کړل .
سرچينې زياته کړه چې يادې درې ازبکستانۍ مېرمنې تېره ورځ په کابل کې د ملي امنيت له رياست څخه خوشې شوي او تېره ورځ له غرمې وروسته په دوه بجو د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې طالبانو ته سپارل شوې دي.
د سي اچ اې موسسې رييس حیات الله باختري وويل چې د دوى خوشې شوي کارمندان تېره شپه اووه بجې د ميمنې ښار ته رسيدلي دي.
د المار ولسوالۍ ولسوال محمد صالح صالح د يادې موسسې د کارمندانو خوشې کېدل تاييد کړل ، خو وايي چې ياد کسان په سيمه کې د مخورو په هڅو راخوشې شوي ، خو په دې اړه يې نور معلومات ور نه کړل .
ويل کيږي چې طالبانو تل ددغو درې ازبکستانۍ مېرمنو په خوشې کېدو ټينګار درلود.
خوشې شوې درې ازبکستانۍ مېرمنې د طالبانو د يوه قوماندان احمد اکه په کورنۍ پورې اړه درلوده ، چې په دوى کې يوه د قوماندان اکه مېرمن او بله يې لور وه .
قوماندان اکه ددغو مېرمنو له نيولو درې ورځې وروسته په قيصار ولسوالۍ د ملي اردو د عملياتو پرمهال ووژل شو .
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن