ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ولايتي شورا د بيارغونې پروژو د عملي کولو په هڅه کې ده

د خوست ولايتي شورا د بيارغونې پروژو د عملي کولو په هڅه کې ده

author avatar
28 Feb 2015 - 15:06
د خوست ولايتي شورا د بيارغونې پروژو د عملي کولو په هڅه کې ده
author avatar
28 Feb 2015 - 15:06

خوست ښار (پژواک، ٩ کب ٩٣): د خوست د ولايتي شورا رييس وايي چې له ځايي ادارې سره يې په دغه ولايت کې د بيارغونې د بنسټيزو پروژو پر عملي کولو خبرې کړې دي.

د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند پژواک اژانس ته وويل چې د خوست له سرپرست والي سره يې په لومړنۍ ناسته کې يې د بيارغونې د هغو پروژو پر عملي کولو خبرې وکړې چې د خلکو بنسټيزې اړتياوې تشکيلوي.

هغه زياته کړه، د وارداتي برېښنا تر څنګ د ځايي برېښنا د توليد لپاره د سربندونو جوړول چې ډېر مهم او اړين دي، د دوی د بحث لومړنۍ غوښتنه وه څو له امله يې صنعتي پارک په عملي ډول خپل کار پيل کړي.

نوموړي په دې برخه کې د مزغوره، تورکاڼي او د دوه منده د بندونو يادونه وکړه، چې که جوړ شي، د کافي برېښنا د توليد وړتيا به ولري.

زړه سواند همدارنګه وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې د پلونو، سربندونو او استنادي دېوالونو او دغه راز د ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې د شاوخوا ۲۵ کيلومتره سړکونو په پاخه ډول د جوړولو غوښتنه يې هم وکړه.

د ولايتي شورا رييس دغه راز وويل چې د ښوونځيو د شته ستونزو پر هواري يې هم خبرې وکړې، تر څو زده کوونکي او ښوونکي له لازمو اسانتياوو برخمن او په ارام ډول خپل درسونه پر مخ يوسي.

هغه زياته کړه چې والي نعيمي له دوی سره د دې غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د هر ډول هلو ځلو ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د خوست د خلکو د شته ستونزو په هواري او د اسانتياوو په برابرولو کې به له ولايتي شورا سره په همغږۍ کې اوسي.

بلخوا د خوست د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته وويل په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست ولايتي شورا استازو له دوى سره په يوه ناست کې د وزارتونو او مرکزي ادارو څخه مهمې غوښتنې وکړې.

سرچينې زياته کړې د سرپرست والي په مشرۍ له ولايتي شورا سره په جوړه شوې دې غونډه کې له وزارتونو او مرکزي ادارو وغوښتل شول چې د خوست د خلکو ټولو هغه اساسي غوښتنو ته په خپل وخت رسيدګي وکړي چې دولايتي ادارې له خوا ورته استول شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي والي نعيمي له ولايتي شورا سره په خپله لومړنۍ نوبتي غونډه کې د خوست په مرکز او ولسواليو کې د امنيت د تامين لپاره د روانو کړنو په تړاو
هم خبرې وکړې په دې تړاو يې وويل چې هره اوونۍ د خوست ولايت امنيتي حالت تر
ارزونې لاندې نيسي، شته نيګړتياوې رفع کوي او د امنيت د لاښه تامين په موخه لازم تدابير نيسي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.