ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
28 Feb 2015 - 12:03
د سالنګ لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
28 Feb 2015 - 12:03

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٣): د سالنګ لويه لار چې د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي او له شپږو ورځو راهيسې د واورو له امله تړلې وه، نن له غرمې وروسته  پرانيستل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سالنګونو کې ٦٠ ځايه واورې ښويېدلې وې.

ده وويل چې دغه لار له واورو تر پاکولو وروسته نن له غرمې وروسته په درى بجې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه چې له ټېلر موټرو پرته بار وړونکې لارۍ د روانې اوونۍ له دوشنبې ورځې کولى شي چې پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

د ده په خبره، د سالنګونو د ساتنې ادارې له ترتيب کړي مهالوېش سره سم بار وړونکي موټر کولى شي چې د يکشنبې، سه شنبې او پنجشنبې په ورځو له شمال څخه سوېل او په همدې ترتيب د شنبې، دوشنبې او چهار شنبې په ورځ له سوېل څخه د شمال پر لور د سالنګ له لويې لارې تېر شي.

دى وايي چې ټېلري موټرو ته به راتلونکې اونۍ پر دې لار د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

جنرال رجب له مسافرو او موټر چلوونکو وغوښتل چې د خپل ځان د ساتلو لپاره د سالنګ له  لويې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د خونديتوب ټکو ته پام وکړي.

هغه په ټينګار سره له چلوونکو وغوښتل چې پر دې لاره د تګ پر مهال ترافيکي قوانين په پام کې ونيسي.

 همدارنګه ده  وويل چې د دې لارې ټول مسافر بايد ګرمې جامې ولري.

د ژمي په موسم کې پر دې لاره تګ راتګ له خطرونو سره تړلى دى.

د ١٣٨٨لمريز کال په سلواغه مياشت کې په سويلي سالنګ کې سخت توپانونه او واورې ښويېدنې د ١٧٠ کسانو د مړينې او ١٢٥ نورو د ژوبلېدو سبب شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.