ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو ځوانانو په خوست کې د فېسبوک د سمې کارونې ژمنه وکړه

سلګونو ځوانانو په خوست کې د فېسبوک د سمې کارونې ژمنه وکړه

author avatar
28 Feb 2015 - 20:20
سلګونو ځوانانو په خوست کې د فېسبوک د سمې کارونې ژمنه وکړه
author avatar
28 Feb 2015 - 20:20

خوست ښار (پژواک، ٩ کب ٩٣): د خوست سلګونو ځوانانو، چې په ټولنيزه شبکه فېسبوک فعاليت کوي، په يوه راټولېدنه کې د خوست له ګټو څخه د دفاع، خوست جوړونې او دغه راز د هر اړخېز سمون راوستلو ژمنه وکړې.

د فېسبوک د فعالينو د مېلې په ډول په دې راټولېدنه کې، شاوخوا درې سوو کسانو ګډون کړی وو او د فېسبوک پر ټولو کاروونکو يې غږ وکړ، چې له دې ټولنيزې شبکې په سالم ډول ګټه واخلي.

د خوست د شيخ زايد پوهنتون استاد نورالله لېونخېل د يادې مېلې ګډونوالو ته وويل، کولای شي، چې د فېسبوک له لارې د ټولنې په اصلاح کې مهم رول ولوبوي.

هغه زياته کړه: ((د دې ټولنيزې شبکې له برکته، ډېر بدلونونه راتلای شي، خو په هغه وخت کې، چې ځوانان او نور کاروونکي يې د سيمې او خلکو په ګټه اغېزمن معلومات سره شريک کړي.))

ليکوال او ژورنالېست فيض الله غمخور د فېسبوک د کاروونکو دغه يووالی ډېر مهم ګام وباله او ويې ويل، له دې ښکاري، چې فېسبوک د ټولنې د وګړو پر ذهنونو هم مثبت او هم منفي اغېز کولای شي.

هغه زياته کړه: ((که له دې لارې د لرې پرتو سيمو ستونزې انعکاس ومومي، باور لري، چې دولتي ادارې به يې د هواري په برخه کې جدي ګام اخيستلو ته اړ ايستل شي.))

د خوست يوه بل اوسېدونکي او د فېسبوک فعال مشفق اصولي وويل، چې د فېسبوک کارونې د ځوانانو او نورو خلکو اړيکو ته پراختيا ورکړې او ترمنځ يې واټن له منځه وړی دی.

اصولي وويل: ((که چېرې ځوانان يواځې د فېسبوک له لارې دغه يووالی وساتي، د هر مثبت بدلون د رامنځته کولو وړتيا به ولري.))

د فېسبوک د دغې مېلې مشر ګډونوال محمد الياس وحدت ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، څو نور په دې ټولنيزه شبکه کې له بې ګټو خبرو تېر شي او بنسټيزو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه: ((له وخت سره سم بايد دغه کسان په مهمو ستونزو تمرکز وکړي او له دې وروسته د خپلې سيمې د خرابيو، نيمګړتياوو او د پرمختګونو انعکاس ورکولو ته پاملرنه ولري.))

د خوست د فېسبوک د فعالانو په ياده مېله کې په يوه غږ پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به پر ټولنيزو شبکو (فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام او نورو) د کار شيان خپروي، څو د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په خوست کې د فېسبوک د فعالو کاروونکو دغه راټولېدنه د سيمې په کچه بې سارې بلل کېږي او کارپوهان يې د ټولنې د اصلاح پر لور مهم پرمختګ بولي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.