ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لس وسله وال او دوه پوليس وژل شوي

لس وسله وال او دوه پوليس وژل شوي

author avatar
28 Feb 2015 - 15:21
لس وسله وال او دوه پوليس وژل شوي
author avatar
28 Feb 2015 - 15:21

لښکرګاه- جلال اباد (پژواک، ۹ کب ۹۳): د ننګرهار او هلمند ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې لس وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ذوالفقار عملياتو په دوام کې تېره شپه په مارجې ولسوالۍ کې دوه پوليس او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې د مارجې په سيستاني سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی و چې په پايله کې يې دواړو لورو ته ياده مرګ ژوبله واوښته.

د ملاخېل په خبره، پوليسو سيمه تر خپل امنيتي پوښښ لاندې راوستې او بريد کوونکي تښتېدلي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه يې په ترخه ناور سيمه د چاودنې له امله پنځه سرتېري وژلي دي.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي چې د نازيانو او حصارک په ولسواليو کې يې پنځه وسله وال طالبان وژلي او يو ټپي شوى دى.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشريقوال ژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د نازيانو ولسوالۍ د مېلوه په سيمه کې د وسله وال طالبانو پر يو ډاډسن موټر هوايي بريد وشو.

مشريقوال وايي په دغه بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يو ټپي شوی، خو هغه دا ونه ويل چې دغه هوايي بريد افغان او که بهرنيو ځواکونو کړی دی.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي انور پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په سيمه کې د چورلکو غږونه اورېدلي، خو د وسله وال طالبانو د وژل کېدو په اړه معلومات نه لري.

بلخوا د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د حصارک ولسوالۍ ته څېرمه د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي.

نوموړی وايي چې په ځوابي ډزو او د افغان سرتېرو په هوايي بريد کې وسله وال طالبان په شا شوي او د مولوي قريشي په نوم يو طالب سرګروپ وژل شوی دی.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.