ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له زابله تښتول شوي مسافر له بهرنيو وسله والو سره دي

له زابله تښتول شوي مسافر له بهرنيو وسله والو سره دي

author avatar
28 Feb 2015 - 15:49
له زابله تښتول شوي مسافر له بهرنيو وسله والو سره دي
author avatar
28 Feb 2015 - 15:49

کلات (پژواک، ٩ کب ٩٣): د زابل ولايت يو قومي مشر وايي چې تښتول شوي کسان له بهرنيو طالبانو سره دي او په دې اړه يې هڅو کومې پايلې نه دې ورکړي.

ناپېژانده وسله والو تيره اونۍ د کب په څلورمه، د ماښام شاوخوا پنځه بجې د دغه ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د پښ کندې له سيمې له يوه ٣٠٣ موټره ٣٠  مسافرين وتښتول.

ځايي چارواکو ويلي وو، دا کسان چې تازه له  ايرانه راستانه شوي وو، د غزني پيما ترانسپورټي شرکت په يوه ٣٠٣ موټر کې له هراته کابل ته روان وو.

د زابل ځايي مسوولينو ويلي چې وسله والو له تښتول شوو کسانو يو تن خوشى کړى چې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى و.

ځايي چارواکو د قومي مشرانو يوه ډله د دغه ولايت خاک افغان ولسوالۍ ته د يادو کسانو د خوشې کولو او له تښتوونکو سره د خبرو اترو لپاره لېږلې وه.

د قومي مشرانو د پلاوي يوه غړي حاجي شهاب الدين د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى هڅې ناکامې شوې او تش لاس د ولايت مرکز ته راستانه شوي دي.

هغه زياته کړه چې تښتول شوي په خاک افغان ولسوالۍ کې له بهرنيو وسله والو طالبانو سره دي.

د نوموړي په وينا، که څه هم دوى سيمې ته رسېدلي وو، خو  له بهرنيو وسله والو او تښتول شوو کسانو سره د ليدو اجازه ورنه کړل شوه.

حاجي شهاب الدين وايي: ((کورنيو سيمه ييزو وسله والو راته وويل چې پنځه ورځې وروسته به په دې اړه احوال درکړو  چې د دغو کسانو برخليک څه کېږي.))

د هغه په وينا، ځايي وسله والو د دغو کسانو د تښتولو لامل په ګوته نه کړ، خو ژمنه يې وکړه چې له بهرنيو وسله والو سره په دې اړه يوې هوکړې ته ورسېږي.

د شاه جوی ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدالله پژواک اژانس ته وويل چې د يادو کسانو د خوشي کولو لپاره يې هڅې روانې دي، خو تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

طالب وياندويانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي دريځ خپل کړى نه دى، پژواک تر اوسه دوه ځلې د طالبانو په ادرس ايميلونه کړي، خو د هغوى له خوا کوم ځواب نه دى ورکړل شوى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.