لښکرګاه (پژواک، ٩ کب ٩٣): هلمند کې تېره شپه د يوې ښځې مړى روغتون وړل شوى، د کورنۍ غړي يې ځانوژنه بولي خو ولايتي چارواکي وايي چې د پېښې په تړاو لا د دوى څېړنې نه دي بشپړې شوې.
په لښکرګاه کې د بُست روغتون رييس ډاکټر نثاراحمد بارک خبريالانو ته وويل چې تېره شپه د يوې مېرمنې جسد روغتون ته ور وړل شوى چې په غاړه کې يې د رسۍ نښې ښکاري.
بارک وويل چې د ښځې د کورنۍ غړو د روغتون چارواکو ته ويلي پرته له دې چې دا مېرمنه کومه ستونزه ولري، تېره شپه يې د نامعلومو دلايلو له امله ځانوژنه کړې ده.
د بُست روغتون رييس وايي، طبي څېړنو ښودلې ده چې د دې ښځې په مرۍ لومړۍ رسۍ تاو شوې او بيا د خونې په چت پورې ځړول شوې ده، خو دا نه شي ويلاى چې ښځې په خپله ځان وژنه کړې او که د بل چا کار دى.
د هلمند د استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د څېړلو ځانګړي څارنوال عصمت الله حنيف وايي چې دوى تر دې مهاله د دې ښځې د مرګ د څرنګوالي په اړه څه نه شي ويلى.
حنيف زياته کړه چې دوى د پېښې ځاى ته هم ورغلي او د کورنيو غړو ورته ويلي چې يادې مېرمنې عصبي تکليف درلود او تر دې وړاندې يې هم يو ځل د ځان وژنې هڅه کړې وه.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير شکر خان هم يوازې پېښه تاييدوي او وايي چې په دې اړه د دوى پلټنې نه دې بشپړې شوې.
هغه وويل چې د دې مېرمنې مېړه د امنيت په توقيف دى او وروسته به د پېښې جزئيات بربنډ شي.
بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر د ښځو د برخې مسوولې فاطمې عابدي پژواک ته وويل، د دې وژنې ريښې هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته رسېږي او دوى به يې هم پلټنه وکړي.
د ښځو چارو رياست چارواکي هم وايي چې دا مېرمنه د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې او دا ډول نورې پېښې هم له دوى سره ثبت شوي دي.
د دغه رياست حقوقي مديرې کاملې پژواک ته وويل چې په ډېرو دا ډول وژنو کې نارينه وو لاس لرلى دى، خو په ځينو مواردو کې د کورني تاوتريخوالي له امله ځينې ښځې مجبوره شوې دي چې ځان وژنه وکړي.
هغه له امنيتي چارواکو په کلکه وغوښتل چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن