ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: له زيانمنو شويو خلکو سره د مرستې لپاره د نړيوالو مرستو صندوق جوړېږي

ولسمشر: له زيانمنو شويو خلکو سره د مرستې لپاره د نړيوالو مرستو صندوق جوړېږي

author avatar
28 Feb 2015 - 20:08
ولسمشر: له زيانمنو شويو خلکو سره د مرستې لپاره د نړيوالو مرستو صندوق جوړېږي
author avatar
28 Feb 2015 - 20:08

کابل (پژواک ٩ کب ٩٣): ولسمشر اشرف غني وايي، د واورو د وروستيو ورښتونو له امله اوښتي زيانونه د حکومت له وسه وتلې خبره ده او له همدې امله د نړيوالو مرستو د جلب په موخه يو صندوق جوړوي.

نوموړي، دغه څرګندونې نن ماښام په خپلې يوې تلويزونې وينا کې، چې شاوخوا شپږ نيمې بجې له ملي تلويزون څخه خپره شوه، وکړې.

ده وويل، د واورو وروستيو ورښتونو له امله شاوخوا ۲۸۶ هېوادوال مړه شوي، تر ۱۴۳  زيات ټپيان شوي او کابو ۱۲۴۸ کورونه وران شوي دي. د خلکو باغونه او کروندې تخريب شوې دي او دا يوه انساني فاجعه ده.

ولسمشر اشرف غني له ټولو علماوو، ملا امامانو او خلکو وغوښتل، چې په همدې مناسبت د قران کريم ختمونه وکړي او مړو شويو کسانو ته دعا وکړي.

هغه زياته کړه، په هېواد کې ۱۹ ولايتونو ته په دې پېښو کې زيان رسېدلی دی او د دوى اټکلونه ښيي، چې هېوادوال اوس هم له خطر سره مخامخ دي. دغه راز د سالنګ لويه لار په خطر کې ده، خو د دې خطر د رفع لپاره ژوره پاملرنه لري.

د ده په وينا، په دغسې پېښو کې ښځې او ماشومان د نورو په پرتله له ډېر خطر سره مخامخ کېدلاى شي او که له حوادثو خوندي هم پاتې شي، په هغو ناروغيو باندې يې د اخته کېدو خطر زيات دی، چې په دغسې وختونو کې راپيدا کېږي، نو له همدې امله يې د عامې روغتيا وزارت او د کار، ټولنيزو چارو، شهیيدانو او معلولانو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د اضطرار له کمېټې سره په همغږۍ کې په دې برخه کې عاجل اقدامات وکړي.

ولسمشر وايي، اوسمهال په دې لټه کې دي، چې د هر ولايت په کچه د اوښتو زيانونو اندازه ارزيابي کړي، ترڅو د همدې ارزيابۍ له مخې د بيارغونې او انکشاف په برخه کې وروستي اقدامات ترسره شي.

اشرف غني وويل، موږ له يوې سترې ستونزې سره مخامخ شوي يو. د دې پېښو زيانونه موږ په منځمهاله موده کې له جدي مشکلاتو سره مخامخ کولاى شي. په ډېريو سيمو کې باغونه او کروندې تخريب شوي، څاروي له منځه تللي او د خلکو کورونه ويجاړ شوي دي.

د هغه په وينا، د طبيعي پېښو خطر له منځه نه دى تللى او د ورته پېښو واقع کېدل تراوسه هم له بده مرغه د وړاندوينې وړ دي.

نوموړي د دې ستونزو د هوارې لپاره څلور پړاوونه بيړني ګامونه، نسبي ثبات، ښه والى او انکشاف په ګوته کړل.

ولسمشر زياتوي، دا چې له دې پېښو اوښتي زيانونه پراخ اړخونه لري او هراړخيزو او پراخو مرستو ته اړتيا ده، نو اړوندو ادارو ته يې لارښوونه کړې، ترڅو د مرستې يو صندوق جوړ شي او له همدې لارې خلک او سوداګر خپلې مرستې په ځانګړې توګه نقدي مرستې وکړي.

هغه وويل، دا چې زيانونه دومره زيات دي، چې جبران يې په تېره بيا د انکشاف په برخه کې يواځې د حکومت له وسې وتلې خبره ده، نو په دې برخه کې د نړيوالو مرستو يو صندوق جوړوي، ځکه د دوى له مرستې پرته د زيانمنو شويو سيمو بيارغونه ګرانه ده.

د ده په خبره، له طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې زموږ سيستم يو بنيادي تحول ته اړتيا لري. دا چې موږ د ډېرو طبيعو حوادثو مخه نه شو نيولای، خو د حوادثو په مقابل کې د چمتووالي او عاجل ځواب لپاره مو په سيستم کې بايد بدلونونه راشي؛ له طبيعي پېښو سره د مقابلې په ملي اداره کې، سرې مياشتې او نورو هغو ادارو کې چې د اضطرار په کمېټه کې شامل دي، بايد لازم ظرفيت رامنځ ته شي.

ولسمشر وايي، په وروستيو درېيو اونيو کې يې زيات تمرکز د اوبو او سېلاب د مديريت رامنځ ته کولو په اړه دى، ځکه افغانستان د اوبو د مديريت لپاره يوه منظم سيستم ته اړتيا لري، ترڅو مو کرنه، مالداري، سبزي کرل او بڼوالي په اعتماد وړ شرايطو کې ترسره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.