ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په پنجشېر کې تر واورو لاندې کسان دې وژغورل شي”

“په پنجشېر کې تر واورو لاندې کسان دې وژغورل شي”

author avatar
28 Feb 2015 - 16:21
“په پنجشېر کې تر واورو لاندې کسان دې وژغورل شي”
author avatar
28 Feb 2015 - 16:21

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٣): يو شمېر مدني بنسټونو د پنجشېر غميزې او راتلونکو ورته احتمالي  خطرونو د مخنيوي لپاره د بېړنيو مرستو نه رسېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

دتېرې اوونۍ په اوږدو کې   د هېواد په کچه ٢٦٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى چې له دې ډلې شاوخوا ٢٠٠ د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې د واورې ښويېدنې له امله دي.

حکومت هم د دغو پېښو له امله په ټول هېواد کې درې ورځنۍ (د کب نهم، لسم و يوولسم) ملي ماتم اعلان کړى  او د دې دريو  ورځو په اوږدو به د افغانستان بيرغ په ټول هېواد او له هېواده بهر په افغان سياسي نماينده ګيو  او سفارتونو کې نيم ځوړند وي.

ځيني مدني بنسټونو په کابل کې د يوې غونډې په کولو سره له دولته غوښتنه وکړه چې له خپلو ټولو تخنيکي امکاناتو کار واخلي او په چټکۍ سره د دغه ناورين ځپلو د ژغورنې تر څنګ د ورته نورو احتمالي خطرونو مخنيوى وکړي.

د مدني ټولنې غړي احمد ذکي وړاندې شوې شمېرې غير ثابتې وښودې او ويې ويل چې ثبت شوې شمېرې هغه مهال ورکول کېږي چې کله تر واوره لاندې ټول بند شوي وژغورل شي او مړي يې ولېږدول شي.

نوموړي زياته کړه چې همدا اوس د پنجشير پنځه ولسوالۍ له همدې مصيبت سره مخ دي او هېڅ کوم دولتي بنسټ تر اوسه نه دى ور رسېدلى او ځيني خلک د خپلو ګاونډيانو او خپلوانو له خوا د خطرونو په منلو او مرسته  ژغورل شوي دي.

ذکي وويل: ((هغوى چې ژوندي دي، لا يې هم يوه سترګه له غره څخه بل احتمالي خطر او بله هم ژغورنې ته نيولې، خو له بده مرغه چې زموږ حکومت له کوم نيم سفر او روحيه ورکولو پرته له مصيبت ځپلو سره د مرستې هېڅ کوم جدي اقدام نه دى کړى.))

هغه زياته کړه: ((له دريو ورځو راهيسې دولت او موسسې په مرستو کې ښکېلې دي، خو ساحې ته پر تګ نه دي توانېدلي، ولسمشر د ولايت مرکز ته راغى او اجرا‌ئيه رييس له فضا څخه د ساحې په ليدو بسنه وکړه.))

د مدني ټولنې يوه بل غړي احمدشاه ستانکزي وويل چې نړيوالې خيريه موسسې دې دې موضوع ته په کمه سترګه نه ګوري او له هغوى څخه دې خپلې مرستې نه دريغوي او د ورته نورو ناورينونو د مخنيوي لپاره دې پروګرام ولري.

د مدني ټولنې د همغږۍ کمېټې په يوه برپاڼه کې راغلي چې د وروستيو طبيعي پېښو بهير له څو ورځو راهيسې څاري.

خپرپاڼه زياتوي چې د پنجشير په پېښه کې څه باندې ٤٠ کسه ژوبل شوي او د دې ولايت د پريان، لومړۍ حصېو مرکز او ابشارو سيمې په ټوليزه توګه څه باندې سل زره وګړي لري چې له دې ډلې يې شل زره له لومړۍ درجه ګواښ سره مخ دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.