ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“چارواکي بايد د بوديجې د قطعيه حساب له مخې مکافات او مجازات شي”

“چارواکي بايد د بوديجې د قطعيه حساب له مخې مکافات او مجازات شي”

author avatar
28 Feb 2015 - 14:27
“چارواکي بايد د بوديجې د قطعيه حساب له مخې مکافات او مجازات شي”
author avatar
28 Feb 2015 - 14:27

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٣): د تفتيش اداره وايي، ماليې وزارت بايد د “بوديجې قطعيه حساب” جدي ونيسي او ولسي جرګه يې هم په اړه اړين اقدامات وکړي، تر څو له مخې يې چارواکي مکافات او مجازات شي.

د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش هم قطعيه حساب (د بوديجې د لګښتونو د څرانګوالي راپور) د روڼتيا او له فساد سره د مبارزې په برخه کې مهم بولي او وايي چې د تفتيش عالي اداره بايد د قانون ماتونې او فساد د مخنيوي په برخو کې د هر دولتي چارواکي او ادارې پر وړاندې ودريږي.

دى وايي چې حکومت په دې برخه کې د يادې ادارې کلک ملاتړ کوي.

د اساسي قانون په ٩٨ مه ماده کې راغلي چې د تېر مالي کال د بوديجې قطعيه حساب د راتلونکي کال د شپږو مياشتو په موده کې د قانون له حکمونو سره سم ملي شورا ته وړاندې کېږي.

د تفتيش عالي ادارې د “د دولت د قطعيه حساب څېړنه؛ ستونزې او حل لارې” تر نوم لاندې نن په کابل کې ٧ ورځنۍ روزنيز پروګرام پيل کړ.

د دغه پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د يادې ادارې پر چارواکو سربېره، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د ماليې وزارت د خزاينو چارو مشر اقامحمد کوهستاني، د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون مشر اميرخان يار او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د تفتيش د عالي ادارې مشر محمدشريف شريفي چې نن يې د دغه پروګرام د پيل په مراسمو کې خبرې کولې، وويل په دغه روزنيز پروګرام کې د قطعيه حساب ستونزې ارزول کېږي او د قطعيه حساب د جوړونې په اړه د ادارو د مالي چارو رييسانو او هغو کسانو ته اړينې زده کړې ورکول کېږي چې د دغه حساب په جوړولو کې ونډه اخلي.

ده وويل چې د دغه روزنير پروګرام د لاسته راوړنو په اړه حکومت ته راپور ورکول کېږي.

د تفتيش د عالي ادارې مشر محمدشريف شريفي چې نن يې د دغه پروګرام د پيل په مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې د بوديجې د قطعيې راپور ماليه وزارت جوړوي او بيا يې دې ادارې ته استوي.

دى وايي چې دغه اداره په قطعيه کې شته ستونزې حل کوي او له قانون سره سم يې بايد د غبرګولي په ٣١مه ولسمشر او د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون ته وړاندې کړي.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د قطعيې راپور په جوړولو کې ځنډ ونه کړي؛ ځکه چې د هغه په وينا بيا دغه ادراه نه شي کولاى چې پر وخت يې ولسمشر او ولسي جرګې ته واستوي.

شريفي له ولسي جرګې نه غوښتنه وکړه چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د قطعيې موضوع جدي ونيسي تر څو له مخې يې اړوند چارواکي مکافات او مجازات شي.

د ده په اند، که چېرې ولسي جرګه د قطعيې د راپور له مخې لازم عمل ونه کړي، نو د دغه راپور جوړول يو بې ځايه کار دى او د افغانستان له خلکو سره جفا ده.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دغه اداره د تېر کال د قطعيې په راپور کې ٤٥ مهمې موندنې لرلې چې له مخې يې بايد عمل شوى واى.

د ده په وينا، دې ادارې تمه لرله چې د ياد راپور پر بنسټ به ولسي جرګه له يو شمېر وزيرانو څخه د باور رايه واخلي، “خو په تاسف سره چې داسې ونه شول.”

د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون مشر اميرخان يار وويل چې ولسي جرګې د تېر کال قطعيه په دقت سره څېړلې چې ځينو ستونزو په کې شتون درلود چې له مخې يو شمېر چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

خو ده په دې اړه چې په قطعيه حساب کې د تفتيش ادارې د موندنو له مخې بايد له ځينو وزيرانو د باور رايه اخيستل شوې واى، وويل ولسي جرګې ته داسې اسناد په واک کې نه دي ورکړل شوي، چې له مخې يې دغه کار کړى واى.

ولسي جرګې د روان کال د ليندۍ په ١٨مه د تېر کال د بوديجې قطعيه رد کړه او پرېکړه يې وکړه چې هغه لس ادارې به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي چې د بوديجې په لګښت کې يې له قانونه سرغړونه کړې ده. د جزيياتو لپاره دغه ځاى کېکاږئ

د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش په نننۍ غونډه کې وويل چې د مالي چارو تنظيمول د دولت له اساسي اړتياوو څخه دي او قطعيه حساب په دې برخه کې له دولت سره ډېره مرسته کوي.

د هغه په وينا، ملي شورا او د تفتيش عالې اداره هم بايد د دولت پر عوايدو او لګښتونو کلکه څارنه وکړي؛ ځکه چې دغه څارنه له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېره اړينه ده او له مخې يې د قطعيې په جوړولو کې روڼتيا رامنځته کېږي.

دانش وايي چې دغه اداره په هېواد کې د تفتيش يواځېنۍ اداره ده او کار کوونکي يې بايد مسلکي او پاک کسان وي.

هغه زياته کړه چې دغه اداره بايد په دې برخه کې اړين اقدامات وکړي او د خپلو کارکوونکو وړتياوې هم لوړې کړي.

د هغه په وينا، د تفتيش عالي اداره يوه خپلواکه اداره ده او بايد د قانون ماتونې او فساد په برخو کې د هر دولتي چارواکي او دولتي ادارې پر وړاندې په کلکه ودريږي.

دى وايي چې حکومت په دې برخه کې د يادې ادراې ملاتړ کوي.

د ماليې وزارت د خزاينو رياست مشر اقامحمد کوهستاني نن پيل شوى ياد پروګرام وستايه او ويې ويل دا غوره کار دى چې د بېلابېلو ادارو د مالي چارو کارکوونکي اړينې زده کړې کوي.

ده وويل، دغه کار د دې لامل کېږي چې اړوند ادارې د قطيه حساب د جوړولو په اړه پر وخت او سمه توګه ماليې وزارت ته راپور ورکړي.

هغه وويل چې په دې برخه کې بايد اړوندو حکومتي کارکوونکو ته په راتلونکي کې هم اړينې زده کړې ورکړل شي تر څو اړوند چارې په ښه توګه سمبال کړي.

کوهستاني وويل چې د افغانستان مالي سيستم يو پر مخ تللى سيستم دى چې د سيمې هېوادونو په کچه سارى نه لرى.

دى وايي چې د هېواد ټولې مالي چارې د همدغه سيستم له مخې په ښه ډول تنظيمېږي.

ده د بېلګې په توګه زياته کړه چې د هېواد په هره برخه کې عوايد راټولېږي، په همدې سيستم کې ثبت کېږي، کارکوونکي د بانکونو له لارې تنخواګانې تر لاسه کوي.

خو هغه وويل چې لا هم د هېواد په ځينو ولسواليو کې يو لړ تخنيکي ستونزې شتون لري او تنخواګانې پر وخت کارکوونکو ته نه رسيږي. هغه وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره هم هڅې روانې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.