ترينکوټ (پژواک، ٩ کب ٩٣): په اروزګان ولايت کې د ماين د يوې چاودنې له امله د بيارغونې د يوې پروژې دوه کارکوونکي ووژل شول.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه، نن سهار د دهراوود ولسوالۍ د کوري مانده په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د ثبات د پروګرام اړونده د بيارغونې د يوې پروژې کارکوونکو جغل لېږدول، چې پر موټر يې چاودنه وشوه.
دى وايي، په دې پېښه کې دوه کارکوونکي وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.
د دهراوود ولسوال امين الله خالقي هم ياده چاودنه او مرګ ژوبله تاييد کړه.
د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن