ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د قران پوهنې کلنۍ اجتماع پيل شوه

جلال اباد کې د قران پوهنې کلنۍ اجتماع پيل شوه

author avatar
1 Mar 2015 - 19:19
جلال اباد کې د قران پوهنې کلنۍ اجتماع پيل شوه
author avatar
1 Mar 2015 - 19:19

جلال اباد (پژواک،۱۰ کب ۹۳): په ننګرهار ولايت کې د قران پوهنې کلنۍ اجتماع پيل شوه، چې تر ډېره به په کې د مېرمنو د حقونو، اداري فساد د مخنيوي او د ښې حکومتوالۍ په اړه خبرې کېږي.

دا کلنۍ اجتماع چې د مېرمنو په ګډن ورته سلګونه کسان راغلي، نن د جمعيت اصلاح افغانستان ټولنې له لوري پيل شوې، چې تر را تلونکې جمعې ورځې (د کب ١٥مه) پورې به دوام وکړي.

په ختيځ کې د يادې ټولنې د خپرونو مسوول محمد ګلاب توحيديار د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا اجتماع به د سلګونو کسانو په برخې اخيستنې سره شپږ ورځې دوام وکړي.

دى وايي: ((موږ د جلال اباد په عيدګاه جومات کې د دې اجتماع لپاره ځای ځانګړی جوړ کړی، د مېرمنو لپاره بېل ځای هم شته؛ نن اوله ورځ وه، باران هم وو، خو سلګونه کسان ورته راغلي او سبا به تر دې هم ډېر وي.))

د جمعيت اصلاح ټولنې د علماوو شورا( مجمع علمی علماء افغانستان) مشر مولوي عبدالصبور پژواک اژانس ته وويل، چې د دې اجتماع په اوږدو کې به د مېرمنو په حقونو، فساد مخنيوی، عباداتو او او د ښې حکومتوالۍ په تړاو خبرې کېږي.

ده زياته کړه: ((موږ دا اجتماع د دې لپاره کوو، چې ولس په اسلام نور ښه پوه شي؛ ځينې خلک د مېرمنو په حقونو سم نه پوهېږي، زموږ په ټولنه کې د سواد کچه کمه ده، مېرمنو ته خلک په کمه سترګه ګوري؛ نو موږ به د قران په رڼا کې خلکو ته د ښځو منزلت بيان کړو، له فساد نه د بچ کېدو په مسئله به هم خبرې کېږي ،ځکه ټول له فساد نه شکايت کوو.))

 د نوموړي په وينا، سږکال د دې اجتماع لپاره پر ختيځ زون سربېره، له کابل، غزني او زابل ولايتونو هم يو شمېر کسان راغلي او د تېرو کلونو په پرتله به سږکال دا اجتماع لويه وي.

 د دې اجتماع يوه ګډونوال ضياءالحق پژواک اژانس ته وويل: ((په دې اجتماع کې مې ځکه برخه اخيستې، چې پر اسلام پوه شم؛ په دې اړه مولوي صيبان ډېر ښه مسايل بحث کوي.))

هغه له خلکو غوښتنه وکړه، چې په دې اجتماع کې برخه واخلي.

د يادولو ده چې د جمعيت اصلاح له لوري، هر کال په ننګرهار ولايت کې د قران پوهنې ورته اجتماع رابلل کېږي، چې سلګونو کسان په کې برخه اخلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.