ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رييس خدايداد مړی خاورو ته وسپارل شو

د رييس خدايداد مړی خاورو ته وسپارل شو

author avatar
1 Mar 2015 - 15:10
د رييس خدايداد مړی خاورو ته وسپارل شو
author avatar
1 Mar 2015 - 15:10

خوست ( پژواک، ١٠ کب ٩٣ ) : سيدالله چې په رييس خدايداد مشهور و او پرون د څرخي پله په زندان کې اعدام شو، مړی يې د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د سيمې يو تن اوسېدونکي حيدرجان د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رييس خدايداد مړی د تڼيو ولسوالۍ دپيربادشاه دکلي په هديره کې د جنازې تر لمانځه وروسته خاورو ته وسپارل شو.

حيدرجان زياته کړه،چې د هغه د جنازې په مراسمو کې د دې ولايت د مختلفو قومونو او سيمو   زرګونو خلکو ګډون کړی وو.

د موسی خېلو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي ضياءالرحمن منګل، چې د رييس خدايداد په جنازه کې يې ګډون کړی و، پژواک اژانس ته وويل چې د ده له فکره د جنازې د ګډونوالو شمېر تر څلورو زرو زيات و.

رييس خدايداد د خوست د تڼيو ولسوالۍ د ورژلې د سيمې اصلي اوسېدونکی و، خو له دې امله چې ترونه او نور خپلوان يې د پيربادشاه په کلي کې له پخوا څخه استوګن دي، د هغه مړی يې هم همدلته خښ کړ.

نوموړی، چې د وسله والو غلاوو او انسان تښتونو په برخه کې د افغانستان د معاصر تاريخ تر ټولو ماهر او حرفوي مجرم ګنل کېده، تېره ورځ ۱۱:۳۰ د څرخي پله په زندان کې په دار وځړول شو.

د امنيتي چارواکو په وينا، رييس خدايداد په وروستيو څو کلونو کې د سړي تښتونو، وژنو او د وسله والو غلاوو په سلګونو قضيو کې ښکېل و او دغه راز يې د انسان تښتونو او وسله والو غلاوو د څو شبکو رهبري هم کوله.

پرون د ملي امنيت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې پر رييس خدايداد د څرخي پله په زندان کې د لويې څارنوالۍ استازي، د څرخي پله زندان د مسوولينو، د طبي مسوولينو، ملا امامانو او د سيدالله د مدافع وکيل پر وړاندې د افغانستان د جزايي قانون او جزايي اجرااتو د احکامو په رڼا کې اشد مجازات ( اعدام) حکم تطبيق شو.

سرچينې زياته کړې وه ، سيدالله د حاجي عبدالله زوی چې په رييس خدايداد مشهور و، په  ۱۳۵۱  لمريز کال کې د خوست په تڼيو ولسوالی کې زېږيدلی و او دامنيتي موظفينو له خوا تر نيول کېدو وروسته د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي د مياشتې په ٢٤مه، د ابتدايي محکمې حکم پر اساس د وسله والو غلاوو، د کورنيو او بهرنيو اتباعو تښتونې او قتل په تور په اشد مجازات ( اعدام) محکوم شوی و .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ابتدايي محکمې حکم د استيناف محکمې له خوا د ۱۳۹۳ لمريز کال د سلواغې (دلو) مياشتې په ۱۴ مه  او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سترې محکمې  له خوا د ۱۳۹۳ لمريز کال د سلواغې  مياشتې په ۲۷ مه تاييد شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت لوی رياست د نورو امنيتي ارګانونو په همکارۍ سره خپلو هېواد والو ته ډاډ ورکوي، چې په هر ډول شرايطو کې به له خطرناکو  مجرمينو او د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو پر وړاندې کلکه مبارزه کوي او هغوى به د خپلو اعمالو په سزا رسوي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.