ميدان ښار (پژواک ١٠ کب ٩٣): د افغانستان د علماوو شورا پخواني غړي مولوي شيرين، چې څو ورځې وړاندې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ټپي شوى و، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
نوموړى د کب په پنځمه د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په چهارراهي قنبر سيمه کې په خپل کور کې د وسله والو په يوه بريد کې ټپي شوى و.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مولوي شيرين نن (د کب لسمه) په روغتون کې ساه ورکړه.
ده زياته کړه، ټاکل شوي د نوموړي جنازه سبا (دوشنبه، د کب ١١مه) د کابل ښار د عيدګاه په جومات کې د ماسپښين په يوه نيمه بجه ترسره شي او همداراز يې د فاتحې مراسم يې د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې د شېرشاه سوري جومات کې د ماسپښين له يوې څخه تر درې بجو ترسره شي.
د هغه په وينا، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي د هغه په مړينې خواشيني څرګنده کړې او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کړې ده.
مولوي شيرين د جهاد پر مهال د جمعيت اسلامي نظامی قوماندان وو او اوس مهال د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د غړيتوب ترڅنګ يې د ميدان وردګو په ولايت کې قومي چارې پر مخ وړلې.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن