ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل له پوځي ښوونيز مرکز څخه زرګونه سرتېري او بريدملان فارغ شول

د کابل له پوځي ښوونيز مرکز څخه زرګونه سرتېري او بريدملان فارغ شول

author avatar
1 Mar 2015 - 20:08
د کابل له پوځي ښوونيز مرکز څخه زرګونه سرتېري او بريدملان فارغ شول
author avatar
1 Mar 2015 - 20:08

کابل (پژواک ١٠ کب ٩٣): د افغانستان لوى درستيز د ٣٢١١ بريدملانو او سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وويل، امنيتي ځواکونه به د هېواد دښمنان په هره سيمه کې او تر هر نامه لاندې په نښه او خپله موخه وګرځوي.

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي د يادو بريدملانو او سرتېرو د فراغت په اړه هغوى ته مبارکي وويله او له هغوى يې وغوښتل، څو د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي او له خپل هېواد څخه په ډېر زړورتوب سره دفاع وکړي.

هغه زياته کړه: “په تېرو څوارلسو کلونو کې ملي اردو ښوونه او روزنه تر لاسه کړې، تجهيز شوي او د دې وړتيا لري، چې د هېواد په هره سيمه کې که څوک تر هر نوم لاندې چې په غيرانساني او غيراسلامي کړنو لاس پورې کړي، له منځه يوسي.”

هغه د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: “موږ به د دغې خاورې دښمنان چې د غلو په شان راځي، ماينونه خښوي، خلک تښتوي او غيراسلامي او غيرانساني کړنې تر سره کوي، نه پرېږدو او له منځه به يې وړو.”

کريمي وويل، چې د دولت وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې وړتيا نه لري او له همدې امله په پټه سره په ويجاړوونکو کارونو لاس پورې کوي.”

نوموړي زياته کړه: “زموږ دښمنان نه غيرت لري او نه هم همت؛ غله دي، خلک ځوروي او غيراخلاقي او غيراسلامي کارونه تر سره کوي.”

کريمي د نن ورځې فارغينو ته په خطاب کې زياته کړه: “دښمن پوهېږي، چې د نظام د له منځه وړلو وړتيا نه لري، نو له همدې امله له خپلو ناوړو تبليغاتو څخه په ګټې له ځوانانو ګټه پورته کوي؛ تاسو بايد د دوى کړنو ته پام وکړئ، نه د دوى ويناوو ته.”

هغه له فارغينو وغوښتل، چې د ملي يووالي روحيې د پياوړتيا لپاره کار وکړي او د افغانستان په هره سيمه کې چې په دنده ګومارل کېږي، د امنيت په ټينګښت کې يې د خپل کور د امنيت د ساتلو په څېر هلې ځلې وکړي.

لوى درستيز همدارنګه له نننيو فارغ شويو سرتېرو او بريدملانو وغوښتل، چې د اردو د وسايلو او تجهيزاتو په ساتنه کې هڅه وکړي، ځکه د هغه په وينا، اوسمهال افغان دولت د ډېرو تجهيزاتو د پېرلو وړتيا نه لري.

د هغه په وينا، د افغانانو دښمنان د خپلو بادارانو غوښتنو ته په پام سره په داسې کارونو لاس پورې کوي، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف وي.

د کابل د پوځي ښوونيز مرکز قوماندان بريد جنرال امين الله پتياني، چې نن د يادو ٣٢١١ کسانو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې ٤٠٠ فارغ شوي بريدملان په ٢٣٥ کنډک پورې اړوند دي او په دغه ښوونيز مرکز کې يې د څلورو مياشتو لپاره زده کړې تر سره کړې دي.

همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، چې پاتې فارغ شوي کسان د دغه پوځي-ښوونيز مرکز په ٢٣٧ او ٢٣٨ کنډکونو پورې اړوند دي او درې مياشتې روزنه يې تر لاسه کړې ده.

د يادو سرتېرو له ډلې يې عبدالرووف چې له ٢٣٨ کنډک فارغ شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل: “موږ د خپل وطن د دفاع لپاره راوتلي يو او د ځان په قربانولو سره دې ته چمتو يو، چې د خپلو خلکو د دښمنانو پر ضد وجنګېږو.”

يوه بل فارغ شوي سرتېري سيد داوود وويل: “درې وروڼه مې له هېواد څخه په دفاع کې شهيدان شوي، زه هم دې ته چمتو يم چې د خداى د لارې او له وطن څخه په دفاع کې شهيد شم.”

د يادولو ده چې د يادو درېيو کنډکونو د سرتېرو په فراغت سره د ملي اردو د منسوبينو شمېر دوه سوه زره کسانو ته ورسېد.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.