ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي: نيالګي کېنوۍ او پالنه يې هم وکړئ

د کندهار والي: نيالګي کېنوۍ او پالنه يې هم وکړئ

author avatar
1 Mar 2015 - 19:23
د کندهار والي: نيالګي کېنوۍ او پالنه يې هم وکړئ
author avatar
1 Mar 2015 - 19:23

کندهار (پژواک، ١٠ کب ٩٣): په کندهار کې د نيالګيو اېښودلو لړۍ پيل شوه او ټاکل شوې ده چې په ښار او ولسواليو کې تر ٩٠ زره ډېر بېلابېل نيالګي کېښودل شي.

په دې اړه د کندهار په ترنک فارم سيمه کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې يو لړ مراسم جوړ شوي وو چې په کې د کندهار د والي تر څنګ ګڼ شمېر ملکي او نظامي چارواکو، صنعتکارانو، سوداګرو او د پوهنتون محصلينو ګډون کړى و.

د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا وويل کندهار د جګړې او تاوتريخوالي له کلونو وړاندې ډېر زرغون و، خو له هغه وروسته يې د جګړو او ناامنيو له امله خپله سرسبزي له لاسه ورکړه.

هغه زياته کړه، په کندهار کې د هر نوي کال په شروع کې نيالګي اېښودل کېږي، خو ستونزه دا ده چې د دغو نيالګيو روزنې او پالنې ته پاملرنه نه کېږي، چې له امله يې ډېرې نيالګي بيرته وچېږي.

نوموړي د کندهار له ټولو اوسېدونکو او امنيتي ځواکونو وغوښتل چې هر وګړى د خپل استوګنځي په شاوخوا کې يو- يو نيالګى کښېنوي او د هغو پالنه وکړي او لکه د تېر په شان يې وچېدو ته پرېنږدي.

ويسا د خپلو خبرو په ترڅ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کولو يادونه هم وکړه او غوښتنه يې وکړه چې ښوونکي دې په ښوونځيو، والدين دې په کورونو او ملاامامان دې په جوماتونو کې د خلکو ذهنيتونه د نشه يي توکو د زيانونو په اړه روښانه کړي.

د کندهار د کرنې رييس انجنير احمد شاه روشن وويل چې په دې ولايت کې به تر ٩٠ زره زيات نيالګي کېښودل شي چې ٢٠ زره يې د کرنې رياست له لوري او پاتې نور يې د ښاروالۍ له لوري اېښودل کېږي.

هغه زياته کړه، کندهار اوس د نيالګيو په برخه کې په خپل ځان بسيا شوى او اوس دلته په زرګونو نيالګي په کرنيزو فارمونو کې روزل شوي، چې د دې ځاى له اب و هوا سره توافق لري.

نوموړي وويل، اړوندې ادارې به هڅه وکړي چې سږ کال هم په خپله د کښېنول شوو نيالګيو ساتنه او پالنه وکړي او هم به خلک دې ته وهڅوي چې په خپلو ساحو کې د چاپېريال د پاک ساتلو په موخه د نيالګيو ساتنه وکړي.

د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي دا مهمه نه ده چې ډېر نيالګي دې کښېنول شي، مهمه دا ده چې هر کال دې په کافي اندازه نيالګي کښېنول شي، تر څو سمه ساتنه يې وشي.

د کندهار ښار د حضرت جي بابا سيمې اوسېدونکي عبدالقادر پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو کلونو کې په کندهار کې په ميليونونو نيالګي اېښودل شوي، خو اوس ډېر لږ پاتې دي.

هغه وويل، پخوا به داسې کېدل چې نيالګي به کېښودل شول، خو روزنې ته يې نه دولتي ادارو او نه هم خلکو پاملرنه کوله.

نوموړي له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې د سيمې له اوسېدونکو سره په ګډه دې د کښېنول شوو نيالګيو ساتنه وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.