ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو په زابل کې د تښتول شويو ٣٠ تنو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو په زابل کې د تښتول شويو ٣٠ تنو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
1 Mar 2015 - 14:51
لاريون کوونکو په زابل کې د تښتول شويو ٣٠ تنو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
1 Mar 2015 - 14:51

مزارشريف ( پژواک، ١٠ کب ٩٣ ) : د  بلخ ولايت د مدني ټولنو لسګونو غړو د يوه لاريون په ترڅ   د تښتول شويو ٣٠ تنو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه لاريون چې د کب په ١٠مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې  په لاره اچول شوى و، په کې د ياد ولايت د اوسېدونکو تر څنګ  د مدني ټولنو لسګونو غړو برخه اخيستې وه.

د تېرې اوونۍ په اوږدو کې دېرش تنه چې له هرات څخه کابل ته پر لاره وو، د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د ناپېژاندو  وسله والو له خوا له مساپر وړونکي موټر څخه ښکته او وتښتول شول.

د مدني ټولنې فعال شکور نجفي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حکومت تر دې دمه د يادو کسانو د بېرته خوشې کېدو په اړه  کوم ګام نه دی پورته کړی.

نوموړي زياته کړه، چې که  امنيتي ځواکونه د پردې تر شا د يادو کسانو د خوشې کېدو په موخه هڅې کوي؛ نو لږ تر لږه د مدني ټولنو له فعالينو او يا هم د نيول شويو کسانو له کورنيو سره دې په دې اړه معلومات شريک کړی .

د هغه په وينا، حکومت د ترهګرو د فعاليتونو پر وړاندې کمزوری شوى، بايد خپلو امنيتي فعاليتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د مزارشريف يوې اوسېدونکې مېرمن سليمې چې په دغه لاريون کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، له ټولو دردونکې مسله دا ده، چې د نيول شويو افغانانو برخليک نه دی معلوم.

نوموړې زياته کړه: ((د نيول شويو کسانو خويندې او ميندې په تمه دي، چې کله به  خلاصېږي او بېرته به خپلو کورنيو ته ستنېږي.))

 ياد لاريون چې د روضې له سوېلي دروازې پيل شوى و، د بلخ تر ولايتي شورا پورې يې مزل وکړ او پرېکړليک يې وړاندې کړ.

په پرېکړليک کې له دولت څخه د ورته ترهګريزو فعاليتونو د مخنيوي په موخه د جدي هڅو تر څنګ د تښتول شويو کسانو د بېرته خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق  صديقي نن وويل چې حکومت د يادو کسانو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د زابل يوتن قومي مشر چې له تښتوونکو سره د خبرو لپاره ددغه ولايت خاک افغان ولسوالۍ ته تللى و، پرون پژاک اژانس ته وويل چې تښتول شوي کسان له بهرنيو وسله والو سره دي او هغوى له قومي مشرانو سره له خبرو انکار کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.