ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې  ولسي پوليس رامنځته کېږي

ننګرهار کې ولسي پوليس رامنځته کېږي

author avatar
1 Mar 2015 - 15:19
ننګرهار کې  ولسي پوليس رامنځته کېږي
author avatar
1 Mar 2015 - 15:19

جلال اباد (پژواک ،۱۰ کب ۹۳): د کورنيو چارو وزارت په ننګرهار ولايت کې د ولسي پوليسو د رامنځته کولو پر څرنګوالي سلا مشورې پيل کړې دي.

دغه څرګندونې ياد وزارت د ولسي پوليسو د رياست د ارزونې مدير سمونوال محمدخليل اورياخېل  د کب په ١٠مه، په جلال اباد کې په  دې تړاو يوه ورکشاپ ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې لومړی به په ننګرهار کې د ولسي پوليسو د رامنځ ته کولو پر څرنګوالي سلا مشورې کوي او وروسته به د ولسي پوليسو لپاره تګلاره جوړ کړي.

اورياخېل وويل: (( موږ په جلال اباد کې له قومي مشرانو او ځايي خلکو سره د ولسي پوليسو د رامنځته کولو پر څرنګوالي سلا مشورې پيل کړې او بيا به د دوى پر وړانديزونو موږ له وړاندېزنو خپله تګلاره جوړه کړو.))

نوموړي زياته کړه، چې کورنيو چارو وزارت په کابل ، غور، هلمند، باميان،کندوز او بلخ ولايتونو کې د ولسي پوليسو مديريتونه لري او ډېر ژر به د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې هم د دغو پوليسو مديريت فعال کړي.

اورياخېل وايي: (( د ولسي پوليسو له رامنځته کولو مو هدف دادی، چې د پوليسو او خلکو ترمنځ واټن راکم شي او د پېښو مخنيوی وشي.))

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال اميرخان لېوال د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر ورکشاپ وروسته به د جلال اباد په مرکز او څو نږدې ولسواليو کې ولسي پوليس رامنځته کړي.

لېوال وايي: (( ولسي پوليس به يو مديريت او شپږ دفترونه ولري، دوی به د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي او د ولسونو همکاري به راجلبوي. يانې ولسي پوليس کوم وسله وال ځواک نه دی،  بلکې ولس به دامنيت په برخه کې همکاري کوي.))

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال په ياده غونډه کې له ولسونو غوښتنه وکړه چې په امنيت کې ونډه واخلي او له امنيتي ادارو سره همکاري وکړي.

هغه وويل : (( پوليس بايد له خلکو سره ښې اړيکې ولري او همداشان خلک هم بايد له پوليسو سره ښې اړيکې وساتي .))

د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله زمري بيا د يادې غونډې پر څرنګوالي نيوکې وکړې چې له لرې پرتو ولسواليو يې ورته څوک نه دي راغوښتي او د نږدې او امنو سيمو خلکو په کې ونډه اخيستې ده.

زمري وويل: ((مشکلات په ولس کې نه دي ، د حکومت په تګلاره کې ستونزه ده، حکومت له ولس سره همکاري نه کوي،په ننګرهار کې داسې چارواکي شته چې له څو کلونو راهيسې په خپلو څوکيو پاتې دي، په لرو پرتو سيمو کې وسله وال طالبان حاکم دي ، هلته ولس يرغمل دی، خو د  امنيه قوماندانۍ چارواکو له ځانونو سمټي ديوالونو را چاپېر کړي.))

نوموړي وويل : (( په ځينو لرو پرتو سيمو کې بې واسطې پوليس کلونه کېږي چې دندې ترسره کوي خو نه تبديل شول او نه مکافات. نو زه له ولسونو څخه هيله لرم، چې دوی له پوليسو سره مرسته وکړي.))

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.