ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي :  نورستان کې دې د پوليسو شمېر زيات شي

والي : نورستان کې دې د پوليسو شمېر زيات شي

author avatar
1 Mar 2015 - 11:51
والي :  نورستان کې دې د پوليسو شمېر زيات شي
author avatar
1 Mar 2015 - 11:51

اسعداباد (پژواک، ١٠ کب ٩٣ ) : د نورستان سرپرست والي په دغه ولايت کې د پوليسو د شمېرې د زياتولو ترڅنګ د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ مرکز د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم چې د کب په ٩مه، کونړ ولايت ته راغلى و، له پژواک خبري اژانس سره يې په يوه مرکه کې وويل چې نورستان کې تر اوسه د عامه نظم يو پوليس هم نشته او همدارنګه د نورستان د مرکز په ګډون له اتو اداري واحدونو څخه يواځې  برګمټال او کامدېش ولسواليو ته   ۳۰۰ سيمه ييز پوليس ورکړل شوي دي.

نوموړي له کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې نورستان ته د هر اداري واحد (ولسوالۍ) لپاره  دې  دوه ، دوه سوه  سيمه ييز پوليس ورکړي .

والي زياته کړه : ((موږ په ولايت کې هېڅ ډول اضافي قوه نه لرو، د ولسواليو پوليس کم دي او د تهديدونو پر مهال رسيدګي نه شي کولى.‌))

هغه وايي چې دغه ولايت ته د اضافي پوليسو له ورکولو سره به هم ډېرى ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او هم به ددغه ولايت پر امنيت مثبته اغېزه وکړي.

حافظ قيوم وايي چې د ختيځ نورستان کامدېش او برګمټال ولسواليوته له کونړ ولايت څخه غځېدلې لاره له تېرو ٩ کلونو راهيسې بنده ده.

هغه زياته کړه، چې مرکزي دولت تر اوسه په دغه برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى، چې له امله يې خلک  له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د نورستان سرپرست والي وويل چې د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو څخه  يې غوښتنه کړې چې د ختيځ نورستان د کامدېش او برګمټال ولسواليو ته له کونړه ورغلې لويه لاره چې څومره ژر کېدای شي خلاصه کړي او ددې لارې دامنيت لپاره دې دايمي پوستې رامنځته کړي.

ده زياته کړه چې په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې خلک په ډېر ستونزمن حالت کې شپې ورځې تېروي  او د لارې د بندېدو له امله د خوراکي توکو او درملو بيې هم لوړې شوې دي.

هغه وايي : (( دلارې د بندېدو له امله په دغه ولايت کې مېشت پوليس او نور امنيتي ځواکونه په ډېر ځنډ سره معاشونه ترلاسه کوي او تر هغه انتظار باسي، څو دچورلکې په وسيله ورته معاشونه ولېږدول شي او اکمالات يې وشي.))

نوموړي وويل چې د نورستان ولايت په مرکز پارون کې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز نشته چې له امله يې دوى نه شي کولى خپلې ستونزې او اړتياوې په ګوته کړي.

سرپرست والي په دې برخه کې له ملي دفاع وزارت څخه په نورستان ولايت کې د اضافي قواوو او په مرکز پارون کې د همغږۍ  مرکز د جوړېدو غوښتنه وکړه.

حافظ عبدالقيوم دغه راز وويل چې په دې ولايت کې خصوصي بانکونه څانګې نه لري، چې له امله يې خلک او دولتي کارکوونکي له ستونزو سره مخامخ دي.

ده زياته کړه، په نورستان کې  ټولو معاش لرونکو ته چې پوليس او مامورين دي  اوس هم  د معتمدينو په وسيله  له مرکزه معاش ور وړل کېږي چې کله نا کله په لاره کې غلاوې هم ترسره کېږي او معاشونه غله وړي.

د نورستان والي د بيارغونې په برخه کې وويل، دا چې دا يو غرنى ولايت دى، تر اوسه يو متر سړک هم په دې ولايت کې نه دى پوخ شوى.

د هغه په وينا، په ځينو ولسواليو کې خو د سړک په نامه کوم شى هم نشته ډېرى خلک په پښو او يا څارويو تګ راتګ  کوي.

حافظ عبدالقيوم وايي، د فوايد عامې وزارت ورسره ژمنه کړې چې د نړيوال بانک په مرسته به د غربي نورستان (نورګرام،دواب او منډول ) او د مرکزي نورستان د وايګل  ولسوالۍ به د مرکز پارون سره د سړک په وسيله ونښلوي چې ددغه سړک چارې به  ډېر ژر پيل شي.

د روغتيا په برخه کې والي وويل چې په مرکز کې يو ٢٠ بستريز روغتون شته، خو ودانۍ نه لري او خپل خدمات په يوه کرايي کور کې وړاندې کوي. 

د هغه په وينا، د غه کلينيک يواځې څو کليو ته هم کفايت نه کوي، په داسې حال کې چې يواځې د ولايت په مرکز کې لسګونه کلي شته دي.

حافظ قيوم وايي، سره له دې چې ددغه ولايت ډېرى اوسېدونکي بې وزلي دي، خو ددرملنې لپاره کونړ يا ننګرهار ولايتونو ته ځي.

هغه زياتوي چې په دغه ولايت کې له ٢٢٥ ښوونځيو څخه يې يواځې ٦٥ ودانۍ لري او پاتې نور يې  ودانۍ نه لري .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.