هرات ښار (پژواک، ١٠ کب ٩٣): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې تېره شپه د هرات حوزوي روغتون ته د يوې کورنۍ د څلورو غړو مړي ور وړل شوي چې درې يې د چاقو په وسيله وژل شوي او څلورم يې د کورنۍ نارينه دى او زندۍ شوى دى.
د هرات حوزوي روغتون مشر محمدرفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي د يوې کورنۍ غړي دي او د هرات ښار د اتمې ناحيې په پل خېمه سيمه کې يې استوګنه درلوده.
د شېرزي په خبره، په وژل شوو کې يوه پنځه کلنه او بله پنځه مياشتنۍ نجلۍ، يوه ٢٥ کلنه مېرمن او د هغې خاوند شامل دي چې مړي يې تېره شپه اووه بجې دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
د شېرزي د معلوماتو له مخې، مور له خپلو دوو لوڼو سره د چاقو په ګوزارونو وژل شوې او د خاوند مړى يې له زندۍ کېدو وروسته څا ته غورځول شوى دى.
د هرات د امنيې قوماندانۍ چارواکي هم د دغو کسانو د وژنې خبره تاييد کړې، خو وايي چې تر اوسه يې په دې تور څوک نه دي نيولي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل چې تر اوسه د دغو کسانو د وژنې انګېزه چې د يوې کورنۍ غړي دي، نه ده څرګنده شوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن