جلال اباد (پژواک، ١١ کب ٩٣): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ښوونځي دوه ماشوم زده کوونکي وژلي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند د فارم هډې تر څنګ د پل شکسته په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه بوشکه کې ځاى پر ځاى شوې وو چې د چاودنې له امله د ښوونځي دوه ماشومان وژل شوي او يو بل تن ټپي دى.
دى وايي چې ټپي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د محبوب په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې ټوله سيمه ولړزېده.
دى وايي، دوه ماشومان چې ښوونځي ته روان وو، په دې چاودنه کې وژل شوي دي.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
پرون هم په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله يو تن ټپي شوى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن