ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل

د ماين چاودنې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل

author avatar
2 Mar 2015 - 14:56
د ماين چاودنې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل
author avatar
2 Mar 2015 - 14:56

جلال اباد ( پژواک، ١١ کب ٩٣ ) : د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د عامو وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د کب په ١١مه پژواک اژانس ته وويل چې ياده چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه  د اچين په پنډولا سيمه  کې شوې ده .

هغه زياته کړه، چې چاودنه د ملکي وګړو پر يوه موټر شوې ده، چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دى وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي او ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اچين ولسوال ملک اسلم الله يار پژواک اژانس ته د چاودنې د تاييد ترڅنګ وويل چې نن په ياده سيمه کې د ملي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته هم شوې ده.

د هغه په وينا، وسله والو مخالفينو ياد ماين دولتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى کړى و، خو چاودنه يې ورته پر ملکي وګړو ورکړې ده.

تراوسه ددې پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى .

ديادونې ده چې نن ددغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله د ښوونځي دوه زده کوونکي وژل شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.