کابل (پژواک، ١١ کب ٩٣): په داسې حال کې چې د ملي شورا د ژمنۍ رخصتيو پاى ته له يوې اوونۍ کمې ورځې پاتې دي،د حکومت اجراييه رياست وايي چې ولسمشر او اجرايي رييس د ځينو نوماند وزيرانو په اړه هوکړه کړې، خو د ځينو څېرو په هکله لا هم خبرې روانې دي.
د حکومت د اجراييه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل رسنيو ته وويل چې ولسمشر او اجرايي رييس د پاتې ١٧نوماند وزيرانو د معرفي کولو په اړه خبرې کړې او حکومت بشپړ چمتووالى لري چې دغه نوماندان به ولسي جرګې ته ور وپېژني.
هغه زياته کړه: ((موږ ملي شورا ته انتظار يو او هر وخت چې د ملي شورا غړي له ژمنيو رخصتيو څخه راستانه شي، نو حکومت چمتو دى چې پاتې نوماندان هم معرفي کړي.))
ټاکل شوې د ملي شورا ٤٥ ورځنۍ رخصتۍ په نږدې يوه اوونۍ کې پاى ته ورسېږي.
د ملي شورا نوى کارى کال راتلونکې شنبې ورځ د ولسمشر له خوا په رسمي ډول پرانيستل کېږي.
د اساسي قانون د ١٠٧مې مادې پر بنسټ، د دواړو جرګو د کار موده په هر کال کې ٩ مياشتې ده او دواړه جرګې يوه نيمه مياشت ژمنۍ او يوه نيمه مياشت د اوړي رخصتي لري.
د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند وويل چې ولسمشر او اجرايي رييس پر ځينو څېرو هوکړه کړې او د ځينو نورو څېرو په اړه لا هم کار روان دى او تر څو چې د ملي شورا غړي له ژمنيو رخصتيو را ستنېږي؛ دغه بهير به بشپړ شي.
د هغه په خبره، دغه ځل به اکثره نوې څېرې د نوماند وزير په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي او هغه نوماندان چې په لومړي پړاو کې يې د باور رايه نه ده اخيستې، له قانوني ليد لوري ستونزه نه لري چې يو ځل بيا نورو وزارتونو ته ور وپېژندل شي.
فيصل وويل، احتمال لري چې دغه نوماند وزيران د دويم ځل لپاره نورو وزارتونو ته ور وپېژندل شي خو تر اوسه په دې اړه روانې خبرې نه دې نهايي شوې.
د ملي يووالي حکومت له جوړېدو شپږ مياشتې تېرېږي، خو نوې کابينه تر اوسه پورې هم نه ده بشپړه شوې.
د حکومت د کار له پيله شاوخوا درې نيمې مياشتې وروسته بالاخره ولسمشر ٢٤ نوماند وزيران او د دوو خپلواکو رياستونو نوماند رييسان ولسي جرګې ته ور وپېژندل چې له دې ډلې يواځې اتو وزيرانو او د ملي امنيت عمومي رييس له ولسي جرګې څخه د باور رايه واخيسته.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن