ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د  ١٦امنيتي حوزو امرين ګوښه کړل شول

د کابل ښار د ١٦امنيتي حوزو امرين ګوښه کړل شول

author avatar
2 Mar 2015 - 19:04
د کابل ښار د  ١٦امنيتي حوزو امرين ګوښه کړل شول
author avatar
2 Mar 2015 - 19:04

کابل (پژواک ١١ کب ٩٣): د ولسمشر له فرمان وروسته، چې د کابل د امنيتي حوزو ټول امرين بايد د مسلک له مخې په دندو وګومارل شي، د ١٦ امنيتي حوزو د امرينو په ګډون ٢٧ مسوولين له خپلو دندو ګوښه شوي او پر ځاى يې نوى چارواکي په دندو ګومارل شوي دي.

 د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغو چارواکو په ډله کې د کابل امنيه قوماندانۍ د شعبو مديران او د کنډکونو قوماندانان هم شامل دي.

 هغه زياته کړه، چې په نظام کې د دندو بدلون يو اصل دى او پخوانيو چارواکو هم زيات زحمتونه ايستلي، چې د ستايلو وړ دي.

 د کابل امنيه قوماندان نويو چارواکو ته وويل: ” دا يو دروند بار دى چې ستاسو په اوږو کېښودل شو او دغه دروند بار بايد خپل مقصود منزل ته ورسوئ.”

 رحيمي زياته کړه، چې د لومړۍ حوزې امره مل پاسوال جميله هم له خپلې دندې ګوښه شوې او د کابل امنيه قوماندانۍ د جندر او بشر حقونو د عمومي مديرې په توګه ټاکل شوې ده.

 جميله د کابل ښار په کچه د حوزې يواځېنۍ امره وه چې څه موده وړاندې يې له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال ويلي و، چې د مجرمينو پر وړاندې به کلک ګامونه پورته کوي او د شپې مهال به په امنيتي ګزمو کې ګډون کوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان په ترڅ کې ويلي و چې پوليس بايد غيرسياسي شي او د کابل د ټولو امنيتي حوزو امرين بايد د وړتيا او مسلکيتوب له مخې وټاکل شي.

 همدارنګه د کورنيو چارو وزارت پخواني وزير عمر داودزي د ولسمشر له فرمان وروسته منلې وه، چې د کابل د ډېرى امنيتي حوزو امرين د سياسي مصلحتونو پر بنسټ ټاکل شوي دي.

 پر همدې سربېره يو شمېر کسانو شکايت درلود چې په ځينوامنيتي حوزو کې يې کارونه په ښه ډول پر مخ نه وړل کېږي او د هغو يو شمېر امرين او کارکوونکي په فساد کې ښکېل دي، خو د کورنيو چارو وزارت بيا دغه ادعا رد کړې ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.