کابل (پژواک، ١١ کب ٩٣): د پاکستان بلوچستان ايالت ته د درملنې په موخه وړل شوي دوه افغان پوليس وژل شوي دي.
پاکستانۍ رسنيو د کب په ١١مه خبر ورکړى چې دا پېښه پرون د بلوچستان مرکز کوېټې ته په لاره په سرحدي ښارګوټي چمن کې رامنځته شوې ده.
ځايي امنيتي چارواکو ويلي، ناپېژانده وسله والو چې پر درېيو موټرسايکلونو سپاره وو، پر هغه موټر ډزې کړې چې په کې افغان ټپي پوليس لېږدول کېدل.
سرچينې زياته کړې چې دغه پوليس په هلمند ولايت کې ټپي شوي وو او کوېټې ته د درملنې په موخه لېږدول کېدل چې په ياد بريد کې دواړه وژل شوي دي.
د چمن د پوليسو يو افسر ويلي چې بريد کوونکي تر بريد وروسته تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن