ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پنجشېر واورو ځپلو ته د مرستو ټولولو کمپاين پيل شوى

کندهار کې د پنجشېر واورو ځپلو ته د مرستو ټولولو کمپاين پيل شوى

author avatar
2 Mar 2015 - 16:07
کندهار کې د پنجشېر واورو ځپلو ته د مرستو ټولولو کمپاين پيل شوى
author avatar
2 Mar 2015 - 16:07

کندهار (پژواک، ١١ کب ٩٣ ): په کندهار کې له تېرو څو ورځو راهيسې د پنجشېر د واوره ځپلو لپاره مرستې راټولېږي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په هېواد کې د وروستيو طبيعې پېښو له امله د٣٠٠ تنه  زياته مړه شوي او ١٣٤ نور ژوبل شوي چې د قربانيانو له ډلې شاوخوا ٢٠٠ تنه د پنجشېر د واورې ښويېدنې په پېښو کې له منځه تللي دي.

د دې پېښو په مناسبت له  شنبې ورځې راهيسې د درېيو ورځو لپاره ملي ماتم هم اعلان شوى دى.

په کندهار کې د قربانانيانو د فاتحې اخيستو تر څنګ د هغوى لپاره د مرستې راټولو کمپاين روان دى.

د کندهار د مدني ټولنو استازي، محصلين، فرهنګيان او ځوانان په کندهار ښار کې پر واټونو ګرځي، عام خلک او ملي سوداګر هڅوي چې د پنجشېر ولايت له غم ځپلو سره مرستې وکړي.

په کندهار کې د هيندارې فرهنګي مرکز مسوول غوث الدين فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې په دې ولايت کې د پنجشېر له واوره ځپلو سره د مرستې په موخه يو کمپاين پيل کړى دى.

هغه زياته کړه، په دې کمپاين کې چې د دغه ولايت مدني ټولنې، فرهنګيان، محصلين او ځوانان شامل دي له خلکو مرستې راټولوي او پلان لري چې دغه مرستې پنجشېر ولايت ته ورسوي او هلته يې پر هغو کورنيو ووېشي چې وروستيو طبيعي افاتو زيانمن کړي دي.

ده وويل: ((پنجشېر هم د بل هر ولايت په څېر د افغانستان د وجود يوه برخه ده، د دې سيمې د اوسېدونکو په درد د هېواد ټول اوسېدونکي دردمن دي او په هر حالت کې به د هغوى لاسينو کوي.))

دى وايي، تر دې مهاله د کندهار اوسېدونکو د پنجشېر له واوره ځپلو سر په ډېر اخلاص د نغدو پيسو، کمپلو او تودو جامو مرستې کړې دي.

د مرستې راټولو د کمپاين يوه بل غړي حليم شملزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هغوى دغه اقدام هم له پنجشېري وړونو سره مرسته ده او هم د ټول هېواد د وګړو تر منځ د ملي يووالي د احساس پياوړي کول دي.

هغه زياته کړه، د کندهار اوسېدونکو تر دې وړاندې د بدخشان له ناورين ځپلو سره هم مرستې کړې وې او تر هغه ځايه يې ور رسولې وې.

بلخوا د کندهار په خرقه شريفه کې د طبيعې پېښو د همدغو قربانيانو فاتحه واخيستل شوه چې په کې د کندهار د سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال، يو شمېر رئيسانو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی وو.

ويسا د فاتحې په مراسمو کې وويل چې د طبيعې پېښو له امله اوښتى زيان د ټول هېواد زيان دى او ټول هېوادوال بايد غم ځپلو ته د دعا تر څنګ د هغوى لاسنيوى وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.