ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځوانانو د ستونزو د هواري لپاره دوه کمېسيونه جوړ شول

د خوست ځوانانو د ستونزو د هواري لپاره دوه کمېسيونه جوړ شول

author avatar
3 Mar 2015 - 16:47
د خوست ځوانانو د ستونزو د هواري لپاره دوه کمېسيونه جوړ شول
author avatar
3 Mar 2015 - 16:47

خوست ښار (پژواک، ١٢ کب ٩٣): د خوست سرپرست والي وايي، د دې ولايت د ځوانانو ستونزې په جدي ډول څېړي او هڅه کوي، چې پر نورو ټولنيزو ستونزو سربېره د هغوى لپاره کاري زمينه هم برابره کړي.

والي عبدالجبار نعيمي، دغه څرګندونې په خوست کې د ځوانانو د فکري او کاري وړتيا د لوړاوي يوه ورځني کنفرانس ته په خبرو کې وکړې، چې ۱۵۰ ځوانانو او د مدني ټولنو غړو په کې ګډون کړی وو.

دغه کنفرانس د خوست ولايت مقام له خوا جوړ او د ځوانانو د فکري ودې او کاري وړتيا د لوړاوي ترڅنګ يې بله موخه له دولتي ادارو سره د هغوی د ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو شريکول وو.

  نعيمي وويل، چې د ځوانانو د فکري او کاري وړتيا لوړول، د دې لامل ګرځي چې ځوانان د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې رغنده رول ولوبولی شي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ هڅه دا ده، چې د دې ولايت په بېلابېلو ملکي او امنيتي ادارو کې ګڼ شمېر ځوانان پر دندو وګومارو او د ستونزو په هواري کې يې مرسته وکړو.))

هغه دغه راز وويل، چې د خوست د ځوانانو د ستونزو د هواري په برخه کې يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم خبرې کړې او هيله من دى، چې په هواري کې يې تر ډېره بريده بريالي شي.

والي د کنفرانس ګډونوالو ته د ځوانانو د ستونزو د هواري لپاره دوه کمېسيونونه هم اعلان کړل، چې يو کمېسيون به د ولايت په کچه او دويم هغه به يې د وزارتونو په کچه ستونزې څېړي.

د خوست مدني فعال نصيراحمد روښان، ځوانان د ټولنې هغه قشر وباله، چې په مټ يې په دې هېواد کې د شتو ناامنيو او په ټولنه کې د ناوړو دودونو مخنيوی کېدای شي.

نوموړي تېر ديارلس کلن حکومت ته په اشارې سره وويل، چې ځوانانو په هره برخه کې بې ساري پرمختګونه کړي او دا مهال ۹۵ سلنه ځوانان د زده کړو ترڅنګ پر نورو سالمو کارونو بوخت دي.

روښان زياته کړه: ((همدا ځوانان وو، چې په تېرو ټاکنو کې يې پراخه ونډه واخيسته او دا پروسه يې تر برياليتوبه ورسوله. د ځوانانو د ستونزو هواری ډېر مهم او اړين دی.))

د خوست يوه بل مدني فعال شمس الله مراد له پژواک اژانس سره په خبرو کې له مسوولو دولتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د ځوانانو ستونزې درک او بيا ورته د هواري لاره ومومي.

هغه وايي: ((که د ځوانانو ستونزې هوارې شي، زه باوري يم، چې په ټولنه کې شته ننګونې به په خپله له منځه لاړې شي؛ نو مهمه دا ده، چې ځوانان حمايه شي.))

د دې ورکشاپ يوه بل ځوان ګډونوال سپين روان نورزي پژواک اژانس ته وويل، جدي امنيتي ننګونې او د ښوونې او روزنې په برخه کې د ځوانانو ستونزې، هغه څه دي چې د ټولنيزو فعاليتونو مخه يې ډب کړې ده.

ده زياته کړه: ((د ګروپي کار په ترڅ کې مو له دولت څخه د يادو ستونزو او مشکلاتو په حل او له منځه وړلو کې غوښتنه وکړه او دغه راز مو د هواري لارې ورته په ګوته کړې.))

بايد وويل شي، چې په ټوليز ډول په افغانستان کې د ځوانانو تر ټولو مهمه او بنسټيزه غوښتنه دا ده، چې د دوی لپاره د کاري زمينې په برابرولو کې جدي هلې ځلې وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.