ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند سنګين ولسوالۍ کې موټربمب بريد ٧ تنه ووژل

د هلمند سنګين ولسوالۍ کې موټربمب بريد ٧ تنه ووژل

author avatar
3 Mar 2015 - 14:35
د هلمند سنګين ولسوالۍ کې موټربمب بريد ٧ تنه ووژل
author avatar
3 Mar 2015 - 14:35

دويم تعقيب  – کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٣): د هلمند چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته د سنګين ولسوالۍ په شکرشېله سيمه کې پر امنيتي ځواکونو موټربمب بريد کې پنځه ملکي وګړي او دوه سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې څلور امنيتي سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان شوي . ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي په يوه کرولا ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي وو.

هغه وويل  چې د چاودنې هدف په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونه وو چې په ګزمه بوخت وو.

د والي د وياند د معلوماتو له مخې، په وژل شويو امنيتي سرتېرو کې يو پوليس او بل د ملي اردو سرتېرى دى.

ده وويل چې په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه عام وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار د معلوماتو له مخې، چاودنه نن شاوخوا ١:٣٠ دقيقې رامنځته شوه.

د شکرشېلې سيمه د سنګين ولسوالۍ په يوه کيلومترۍ کې پرته ده او له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو او دولت ترمنځ د جګړې سيمه پاتې شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په تېرو بېلابېلو وختونو کې په ياده سيمه کې د حکومتي ځواکونو شاوخوا ٣٠ پوځي موټر د سړک د غاړې ماينونو ښکار شوي دي.

شکرشېله د يوه کيلومتر په اوږدوالي پرته سيمه ده ، چې دواړو لوريو ته يې د امنيتي ځواکونو پوستې هم پرتې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.