دويم تعقيب – کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٣): د هلمند چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته د سنګين ولسوالۍ په شکرشېله سيمه کې پر امنيتي ځواکونو موټربمب بريد کې پنځه ملکي وګړي او دوه سرتېري وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې څلور امنيتي سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان شوي . ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي په يوه کرولا ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي وو.
هغه وويل چې د چاودنې هدف په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونه وو چې په ګزمه بوخت وو.
د والي د وياند د معلوماتو له مخې، په وژل شويو امنيتي سرتېرو کې يو پوليس او بل د ملي اردو سرتېرى دى.
ده وويل چې په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه عام وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار د معلوماتو له مخې، چاودنه نن شاوخوا ١:٣٠ دقيقې رامنځته شوه.
د شکرشېلې سيمه د سنګين ولسوالۍ په يوه کيلومترۍ کې پرته ده او له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو او دولت ترمنځ د جګړې سيمه پاتې شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په تېرو بېلابېلو وختونو کې په ياده سيمه کې د حکومتي ځواکونو شاوخوا ٣٠ پوځي موټر د سړک د غاړې ماينونو ښکار شوي دي.
شکرشېله د يوه کيلومتر په اوږدوالي پرته سيمه ده ، چې دواړو لوريو ته يې د امنيتي ځواکونو پوستې هم پرتې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن