ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند عملياتو کې تراوسه ١٥ سرتېري او ٢١٥ مخالفان وژل شوي

د هلمند عملياتو کې تراوسه ١٥ سرتېري او ٢١٥ مخالفان وژل شوي

author avatar
3 Mar 2015 - 22:35
د هلمند عملياتو کې تراوسه ١٥ سرتېري او ٢١٥ مخالفان وژل شوي
author avatar
3 Mar 2015 - 22:35

لښکرګاه (پژواک ۱۲کب۹۳): د هلمند چارواکي وايي چې د ذوالفقار په روانو عملياتو کې تر اوسه  ١٥ سرتېري او ٢١٥ مخالفان وژل شوي.

د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار وايي چې عمليات له دوو اونيو راهيسې په بريالي ډول روان دي او ډېرې سيمې د دولت له وسلوالو مخالفينو نيول شوې دي.

رسوليار وايي چې په جګړو کې امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې د مخالفينو د تلفاتو په پرتله ډېره کمه ده.

نوموړي په هلمند کې په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، که څه هم چې عمليات په کراره پرمخ ځي، خو بيا هم په سنګين کې لس کيلومتره ساحه د وسلوالو مخالفينو له شتون څه پاکه شوې ده.

د والي مرستيال وايي چې د ذوالفقار عملياتو په لړ کې چې دا دى درېيمه اونۍ کې داخله شوې، تراوسه پورې ٢١٥ مخالفين، ١٥ حکومتي سرتېري او يو ملکى وګړى وژل شوي او ١٠٣ طالبان، ٢٥ سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

رسوليار وايي چې د عملياتو د ورو مخته وړلو هدف دا د چې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه وړي او يا هم د خپلو سيمو پرېښودو ته مجبور نشي.

هغه هيله وښوده چې روان عمليات يو څه چټک شي ترڅو په دې توګه د خلکو دا اندېښه لمنځه لاړه شي چې ددوى سيمه د اوږدې مودې لپاره د جنګ ډګر وي.

که څه هم حکومتي چارواکي په عملياتو کې د پرمختګ او بريا خبره کوي، خو ځېنې دولتي سرچينې وايي چې په عملياتو کې هومره پرمختګ نه دى شوى څومره چې ويل کېږي.

يوې دولتي سرچېنې د نوم د نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې په سنګين کې د عملياتو دويمه اونۍ پوره شوه خو امنيتي ځواکونه تراوسه نه دي توانېدلي د ولسوالۍ په يوه کيلومترۍ کې د شکر شېلې سيمه تر خپل کنټرو لاندې راولي.

په دغه سيمه کې نن پر امنيتي ځواکونو د موټر بمب ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې دوه سرتېري او پنځه ملکي وګړي ووژل شول.

سرچينه وايي چې د عملياتو لګښتونو ته په کتو کې په سيمه کې هېڅ څرګند پرمختګ نه دى شوى.

هغه وويل چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ لازمه همغږي نشته او د عملياتو ډېر بار د پوليسو پر اوږه دى.”دغه راز  که څه هم  د مارجې په په ترخه ناور سیمه کې یوه اندازه  پرمختګونه شوي دي، خو د همدي ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې بیا ګڼي امنیتي پوستي په شاه راغلي چي ډيری يې د ملي اردو دي”.

دې دولتي سرچينې که څه هم د چا نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې د مارجې ولسوالۍ چارواکو ته ځينې نږدې کړۍ د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره په سيمه کې د دولت پر ناکامۍ او د طالبانو پر برياليتوب خوښ دي.

بل پلو دسنګین یوه قومي مشر سیف الدین سنګینوال پژواک ته وویل په پیل کې ټولو طالبانو له سیمي تیښته وکړه، خو کله چي دعملیاتو ټکنى بهیر او د امنیتي ځواکونو ترمنځ یې کمزورې همغږي ولیده، نو تر پخوا يې هم خپل شمېر په سيمه کې ډېر کړ او اوس لګيا دي مقاومت کوي”.

سنګینووال وویل څومره چې دوی تمه تر لوده په هغه اندازه په عملیاتو کې پرمختګ ندی شوی، خو ښه والی يې په دې کې دې چې ملکي وګړي  کډوال نه شول او مرګ ژوبله هم نده ورته اوښتې.

بل خوا د مارجې ولسوالۍ د سیمه يیزو پولیسو یوې سرچیني پژواک ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل تیره شپه  دري تنه ملي پولیس وژل شوي دي، ملي اردو ګڼي پوستي او یوه لویه قرار ګا پریښې او ټول وسایل يې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

دي سرچيني وویل همدا نن په مارجي کې دسیستاني د جګړي مشري پولیسو ته وسپارل شوه او دوی هڅه کوي چې یاده سیمه کلابنده کړي او له لاسه وتلي سیمي  بیرته لاسته راوړي.

په دې اړه بیا هم پژواک هڅه وکړه چې د ملي اردو او دپولیسو له ښکاره سرچینو سره خبرې وکړي، خو ونه وانیده.

په دې اړه چې عملیات ورو روان دي په ولسي جرګه کې دهلمند دخلکو استازي عبدالحى اخندازاده هم پژواک ته څو ورځي وړاندي دا اندیښه ښودلي وه او ویلي  وو،  چې په دې شمیر سرتیرو باید په ډيرو سیمو کې عملیات کړي وای او څرګنده لاسته راوړنه درلودی چې اوس يې نلري.

عبدالحي اخندزاده وویل، د ذوالفقار عملیات خپلواک دي او باید له هوايې  ځواک څخه سمه  ګټه پورته شي، ژر تر ژره سیمي ونیول شي څو طالبان ونه کړی شي چي ددوی له پلانونو خبر شي.

د یادولو ده که څه هم دولتي مسوولین وايې تر دې مهاله یوازي دري ملکي وګړي او ۲۵ دولتي امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي، خو په لښکرګاه کې د ایمريجنسي روغتون سرچیني وايې د ذوالفقار عملیاتو را په دې خوا تر ۱۵۰ ډیر ټپیان ورته راوړل شوي دي.

د ذوالفقار عملیاتو په اړه دوسله والو طالبانو ویاند قاري یو سف احمدي وايې تر سلو ډیر دولتي سرتیري يې وژلي او په همدي شمیر يې ټپيان کړي دي او ډيري سیمي  يې په لاس راوړلي او جګړه ودام لري.

 

 

 

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.