ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د علماوو شورا د افغانستان د خبرو اترو هرکلى وکړ

د پاکستان د علماوو شورا د افغانستان د خبرو اترو هرکلى وکړ

author avatar
3 Mar 2015 - 11:47
د پاکستان د علماوو شورا د افغانستان د خبرو اترو هرکلى وکړ
author avatar
3 Mar 2015 - 11:47

کابل ( پژواک، ١٢ کب ٩٣ ) : د پاکستان د علماوو شورا د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د پيلېدونکو خبرو اترو هرکلى وکړ.

دغه څرګندونې د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي په لاهور کې د خيبر پښتونخوا ايالت او قبايلي سيمو د علماوو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

مولانا اشرفي زياته کړې چې د افغانستان د جګړې دواړه خواوې (حکومت او طالبان) بايد خپلې مسئلې په خپله هوارې کړي.

د نوموړي په وينا، پاکستان کولى شي د سولې د خبرو  اترو د پيلولو په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

ده ويلي : (( افغانستان او پاکستان له تېرو څو لسيزو راهيسې د جګړو او نا امنيو له امله ځپل شوي دي، اوس ددې وخت رارسېدلى چې د افغانستان حکومت د خبرو اترو له لارې شخړه هواره کړي، څو په سيمه کې سوله رامنځته شي.))

مولانا اشرفي پلاوي ته ويلي چې له مرکزي حکومت او د پاکستان خيبر پښتونخوا حکومت سره به د افغان محصلينو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زي د پاکستان د علماوو د شورا له مشر سره د سولې د روانې پروسې په اړه خبرې کړې وې

مولانا طاهر اشرفي ددې ليدنې پر مهال موافقه کړې وه، چې د سولې د هدف ترلاسه کولو لپاره د علماوو هڅې مهمې دي او په دې برخه کې بايد د دواړو هېوادونو  عالمان په ګډه کار وکړي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.