ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له ننګرهاره کابل ته د اسلامي پوهنتون د انتقال پرېکړه ناقانونه او له تعصبه ډکه ده “

“له ننګرهاره کابل ته د اسلامي پوهنتون د انتقال پرېکړه ناقانونه او له تعصبه ډکه ده “

author avatar
3 Mar 2015 - 11:50
“له ننګرهاره کابل ته د اسلامي پوهنتون د انتقال پرېکړه ناقانونه او له تعصبه ډکه ده “
author avatar
3 Mar 2015 - 11:50

جلال اباد(پژواک،١٢کب ۹۳): د ننګرهار ولايت يو شمېر وکيلانو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو د مرکزي دولت هغه پرېکړه  ناقانونه او له تعصبه ډکه وبلله، چې غواړي په ننګرهار کې منظور شوی “اسلامي پوهنتون” په کابل کې جوړ کړي.

ياد کسان چې پرون ناوخته په جلال اباد ښار کې سره راټول شوي وو، ويل چې د اسلامي پوهنتون د جوړلو ژمنه په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د کډ کنفرانس په ترڅ کې وشوه، وروسته د وزيرانو شورا په غوښتنه او د پخواني ولسمشر حامدکرزي په حکم ننګرهار ولايت کې ددغه پوهنتون جوړېدل منظور شول.

د غوندې ګډونوالو وويل چې اوس ځينې کړۍ د تعصب له مخې دا پوهنتون کابل ته انتقالوي.

د ننګرهار پوهنتون د استادانو د ټولنې مشر پوهاند محمداجمل حبيب ساپي د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل : (( د “ساينس او اسلامي پوهنتون” د اسلامي هېوادنو د ټولنې له لوري د ننګرهار لپاره منل شوی، خو د وزيرانو شورا د روان لمريز کال د عقرب په ۲۸مه د لوړو زده کړو وزارت ته سپارښتنه کړې چې دا پوهنتون دې د ننګرهار پر ځای په کابل ولايت کې جوړ شي.))

نوموړي په دې تړاو د وزيرانو شورا دغه صادر شوی حکم هم د پژواک خبري اژانس خبريال ته وښود .

ساپي د اسلامي پوهنتون د جوړېدو په  اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه حکم هم پژواک ته ولوست: ((د ۵۲ ۶۴ نمبر حکم پر اساس او د ۱۳۹۲ وزيرانو شورا د غوښتنې پر بنسټ دې په ننګرهار ولايت کې ۱۰۰۰جريبه ځمکه د اسلامي پوهنتون جوړولو ته ځانګړې شي.))

استاد ساپي زياته کړه : (( د دغه کار په چارو کې ما ونډه لرله، موږ د دې پوهنتون لپاره د جلال اباد ښار ختيځ ته د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي امان الله خان ښارکوټي ته څېرمه ځمکه څانګړې کړه او د کرنې وزارت څخه مو دا ځمکه را انتقال کړه ، موږ سره د کرنې د پخواني وزير محمد اصف رحيمي او د ماليې د پخواني وزير عمر راخېلوال مکتوبونه هم شته چې دا ځمکه انتقال شوې، خو اوس ولې دا پوهنتون کابل ته انتقالېږي.))

د ولسي جرګې غړې فرشتې انوري د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک اژانس ته وويل چې د وزيرانو شورا دا پرېکړه غندي او تر هغه به مبارزې او مدني حرکتونو ته دوام ورکړي تر څو دا پوهنتون په ننګرهار کې نه وي جوړ شوی.

هغې وويل: (( نن موږ په  دې غونډه کې مشوره وکړه، چې په همدې غبرګون به ستر لاريون وکړو څو حق مو راکړل شي.))

د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري وويل چې د دې پوهنتون د جوړولو چارې د پيل په درشل کې وې، خو اوس وزيرانو شورا ويلي چې دا پوهنتون دې کابل ته انتقال شي چې ناسمه او غېر عادلانه پرېکړه ده.

هغه وايي : (( موږ په کابينه څوک نه لرو ځکه مو په حق کې داسې پريکړې کېږي ، خو موږ د وزيرانو شورا دا پرېکړه غندو او نه پرېږدو چې دا پوهنتون کابل ته انتقال شي.))

د غونډې يو شمېر کډون والو وويل ، ځينې کړۍ غواړي چې په ننګرهار کې د دې پوهنتون د جوړولو مخه ونيسي او د هغه لپاره يې د وزيرانو په شورا او حتى د اسلامي هېوادونو په ټولنه کې هم کار کړی څو هغوی اړ کړي چې دا پوهنتون کابل کې جوړ شي.

په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه چې که وزيرانو شورا او ولسمشر دا پرېکړه بدله نه کړي ، نو ننګرهاريان به  د روانې اوونۍ په وروستيو کې ستر لاريون او احتجاجيه غونډه وکړي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزی وايي چې د ولايت مقام به  له اړوند ادارو سره د اسلامي پوهنتون د انتقال د مسئلې د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي او بيا به يې جزييات له رسنيو سره شريک کړي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نوربخش پژواک ته وويل چې په دې اړه به وروسته معلومات شريک کړي.

د يادولو ده چې ۲۰۱۳ م کال د جون د مياشتې په ۱۱مه د ماليې پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال  ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې  اسلامي پوهنتون د ولسمشر د حکم پر بنسټ او د اسلامي  نړيوال انکشافي بانک په ۷۰ ميليونه ډالرو په ننګرهار ولايت کې جوړېږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.