ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: د کار او ټولنيزو چارو وزارت کړنې د منلو وړ نه دي

مسعود: د کار او ټولنيزو چارو وزارت کړنې د منلو وړ نه دي

author avatar
3 Mar 2015 - 19:09
مسعود: د کار او ټولنيزو چارو وزارت کړنې د منلو وړ نه دي
author avatar
3 Mar 2015 - 19:09

کابل (پژواک ١٢ کب ٩٣):  د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو چارو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د هېواد په مارکېټونو کې د وروستيو ديارلسو کلونو په موده کې د دغو کارونو هيڅ اثرات نه دي تر سترګو شوي.

احمدضيا مسعود نن له دغه وزارت څخه د ليدو پر مهال وويل، چې اوسمهال په هېواد کې شاوخوا څلور ميليون کسان بې روزګاره دي، چې ډېرى يې ځوانان تشکيلوي، نيم ميليون بې سرپرسته او بې وزلې ښځې او شاوخوا دوه ميليون ماشومان په واټونو کې په درنو کارونو بوخت دي.

هغه زياته کړه، چې اوسمهال بې روزګاري په يوې لويې ټولنيزې ستونزې بدله شوې چې بايد مخه يې ونيول شي.

مسعود زياته کړه، چې له پوهنتونونو او مسلکي او حرفوي ښوونځيو څخه د نويو فارغ شويو ځوانانو، کونډو او د ماشومانو په مخ کې پراته خنډونه بايد د کار او ټولنيزو چارو وزارت د غوره پاليسو پر مټ له منځه يوړل شي.

نوموړي وويل، چې دغه وزارت بايد همدارنګه د شهيدانو کورنيو ته د يوې پاليسۍ له مخې د کار زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه: ” زه د هېواد په مارکېټونو کې د وروستيو ديارلسو کلونو په ترڅ کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د کار اثرات نه وينم.”

مسعود وويل، چې په دغه وزارت کې له اوو زرو څخه ډېر پرسونل پر کارونو بوخت دى، خو دا نه ده څرګنده چې څو خټګرو او بسته کارانو ته يې روزنه ورکړې او څومره يې مارکېټ ته ورپېژندلي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست واصل نور مهمند وويل، چې دغه وزارت اصلاحي پروګرامونو ته اړتيا لري او بايد د دولت له لوري ورته زمينه برابره شي.

هغه وړانديز وکړ، چې دغه وزارت ته بايد يوه غښتلې اداره جوړه شي، موازې ادارې بايد له منځه يوړل شي او له وزارت سره د خصوصي سکتورونو اړيکو ته پراختيا ورکړل شي.

مهمند زياته کړه، چې هر کال ٣٠٠ زره ځوانان له پوهنتونونو او لس زره نور يې بيا له خصوصي روزنيزو سکتورونو فارغ کېږي، خو د بوديجې د نشتوالي له امله د کار بازار نه شته، څو د دغو ځوانانو له ځواک ګټه پورته شي.

د هغه په وينا، که چېرې ځوانان په کورنيو مارکېټونو کې جذب نه شي نو بهر ته زړه ښه کوي او د دوى له ځواک څخه په عادي کارونو کې ګټه پورته کېږي.

د کار او ټولينيزو چارو وزارت سرپرست زياته کړه: ” زموږ ډاکټران فارغيږي، خو کلينيک نه لرو څو دوى د کار بازار ته جذب شي.”

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې ملګرو ملتونو تر ٢٠١٠ زېږديز کال پورې د ماشومانو لپار د زکات له صندوق ملاتړ کاوه، زياته کړه چې له تېرو دوه کلونو راهيسې له دغه صندوق سره مرسته نه کېږي او بايد دولت په دغه برخه کې اړينه مرسته وکړي.

هغه وړانديز وکړ چې د تقاعد حق بايد خپلو مستحقينو ته د بانکونو له لارې ورکړل شي او د مسلکي کورسونو فارغين په  ټولو ارګانونو کې بايد د اعتبار وړ وي.

مهمند وويل، چې د هېواد په ډېرى ولايتونو کې د ماشومانو د ساتنې شبکو شتون درلود چې له پنځلس زرو څخه يې زيات ماشومان تر خپل پوښښ لاندې راوستل او ١٨ ميليون افغانۍ لګښتونه به ورکول کېدل، خو اوسمهال د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسيف) دغه بوديجه نه ورکوي.

د هغه په وينا، د سوالګرو راټولول ٨٠ ميليون افغانيو ته اړتيا لري، خو د ماليې وزارت دغه اندازه پيسې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته نه دي ورکړې، څو د سوالګرو د راټولولو کار پر ترتيب کړي.

هغه له احمدضيا مسعود وغوښتل چې دغه پيسې د ماليې وزارت له لوري دغو شبکو ته برابرې کړي.

د ولسمشر ځانګړي استازي وويل چې که ځانګړې پاليسي شتون ولري نو بوديجه حتماً ورته پيدا کېدلى شي، خو له پاليسۍ پرته د کوم کار تر سره کول د امکان وړ نه دى.

د ناستې په وروستيو کې، د ولسمشر ځانګړي استازي ته د دغه وزارت د تېرو ديارلسو کلونو لاسته راوړنې په کتبي ډول وسپارل شوې، خو هغه ټينګار وکړ چې که  دغه وزارت لاسته راوړنې درلوداى نو په تېرو ديارلسو کلونو کې به يې د هېواد په بازارونو کې اثرات لېدل کېدل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.