ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : بټي کوټ کې د داعش ډلې سرګروپ وژل شوی

author avatar
3 Mar 2015 - 16:42
author avatar
3 Mar 2015 - 16:42

جلال اباد ( پژواک ،١٢  کب ۹۳) : په ختيځ  کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د داعش ډلې هغه سرګروپ وژلی چې خلک يې خپلو ليکو ته جذبول.

چارواکي وايي چې د دغو عملياتو پر مهال يې ۶۴  مشکوک کسان نيولي هم دي، خو د بټي کوټ ولسوال وايي چې پر نيول شوو کسانو جرم ثابت نه شوو او بېرته خوشې شول.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري د کب په ۱٢کب پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بټي کوټ په ولسوالۍ کې عمليات کړي.

سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې د داعش ډلې يو سرګروپ چې بهرنی دی وژل شوی او ۶۴ مشکوک کسان نيول شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر عملياتو وروسته دا کسان د بټي کوټ ولسوالۍ د ملي امنيت امريت ته سپارل شوي دي.

دغه راز د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب پژواک اژانس ته وويل ، دا عمليات تېره شپه ۱۱بجې د باريکاب او علي خېلو په سيمه کې ترسره شوي، د داعش ډلې يو سرګروپ عبدالرحمن چې په عثمان مشهور دی وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره، دغه وسله وال به ځايي خلک د داعش ډلې  ليکو ته د جذب لپاره هڅول.

ده زياته کړه : (( وژل شوی کس اصلا د کونړ ولايت اوسېدونکی دی ، خو  د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې مېشت و ، دلته د دې لپاره راغلی و، چې خلک داعش ته جذب کړي. د عملياتو پر مهال يې پر سرتېرو لاسي بم هم غورځولی و.))

ولسوال وايي چې په دې عملياتو کې نيول شوي کسان ولسي وګړي وو او تر څېړنو وروسته بېرته خوشې شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.