واشنګټن (پژواک، ١٣ کب ٩٣): د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال اسټن وايي، افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې د خپلو خلکو امنيت وساتي.
جنرال اېل لايډ اسټن دغه څرګندونې د کانګرېس د وسله والو ځواکونو کمېسيون له غړو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې: ((افغان ملي ځواکونه هره ورځ په سختو شرايطو کې د خپلو خلکو د امنيت خوندي کولو لپاره هلې ځلې کوي او په دغه کار کې بريالي شوي دي.))
خو جنرال اسټن ويلي چې افغان ځواکونه اوس هم د دوامدار پايښت لپاره نورو مرستو ته اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، افغان ځواکونه د هوايي عملياتو او لېږد لپاره هوايي ځواکونو، استخباراتي معلوماتو او د څار په برخه کې هم مرستو ته اړتيالري.
هغه زياته کړې چې د افغانستان د نوي حکومت په رامنځته کېدو کې د ځنډ له امله د راتلونکي جګړه ييز موسم په رانږدې کېدو سره ځينې افغان چارواکي پر دندو ګومارل شوي دي.
د امريکا د پوځ مشر ويلي چې دوى له افغان ځواکونو سره له نږدې کار کوي، څو د هغوى د اړتياوو د پوره کولو او وړتياوو د زياتولو لپاره مرستې وکړي.
دى وايي: ((موږ دا نه شو زغملى چې افغانستان يو ځل بيا د سخت دريځو ډلو پر خوندي ځالې بدل شي.))
د جنرال اسټن په وينا، په افغانستان کې د نا امنيو زياتېدل، نه يواځې پر دغه هېواد، بلکې پر ټولې سيمې او منځنۍ اسيا هېوادونو هم بده اغېزه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن