مزارشريف (پژواک، ١٣ کب ٩٣):د بلخ ولايت پوليس وايي چې يو ځانمرګى يې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ سره نيولى دى.
د بلخ سرپرست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق قادري د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى نن سهار په شولګرې ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، بريدګر هڅه کوله چې د يادې ولسوالۍ پر امنيه قوماندان جمعه خان ځانمرګى بريد ترسره کړي، خو پوليسو د استخباراتي معلوماتو پر اساس ونيو.
دى وايي چې له هغه سره له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ هم نيول شوى او اوس تر پلـټنو لاندې دى.
قادري وويل چې نيول شوى ځانمرګى دادمحمد نومېږي او تازه له ايرانه چې د مزدورۍ لپاره تللى و، راستون شوى دى.
خو امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو ځانمرګي بريد ته اماده کړى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن