ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د يمګان ولسوالي کلابنده کړې

طالبانو د يمګان ولسوالي کلابنده کړې

author avatar
4 Mar 2015 - 15:39
طالبانو د يمګان ولسوالي کلابنده کړې
author avatar
4 Mar 2015 - 15:39

فيض اباد (پژواک، ١٣ کب ٩٣):  وسله والو مخالفينو د بدخشان د يمګان ولسوالي کلابنده کړې او د خوراکي توکو بيو او جګړې د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.

يمګان د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده او ځايي چارواکي وايي چې دغه ولسوالي اوسمهال د طالبانو له خوا کلابنده ده.

د يمګان ولسوال نوروز حيدري وايي چې طالبانو د غرونو په څوک کې مورچلې جوړې کړې او په پرله پسې توګه له امنيتي ځواکونو سره ښکېل دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((اوسمهال د يمګان ولسوالۍ د طالبانو په واک کې راغلې او ګاونډيو ولسواليو ته له هېڅ کومې بلې لارې تګ راتګ نه کېږي.))

د ولسوال په خبره، د ملي او سيمه ييزو پوليسو شمېره کمه ده او په هېڅ ډول د امنيت لپاره بسنه نه کوي، که چېرې دولت په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، امکان  لري چې امنيتي وضعيت تر دې هم ناوړه شي.

حيدري زياته کړه چې طالبان د تګاب ولسوالۍ څخه تښتېدلي او په يمګان کې راټول شوي دي.

تېره اوونۍ د بدخشان چارواکو وويل چې د امنيتي ځواکونو په هغو عملياتو کې چې يوه اوونۍ وړاندې پاى ته ورسېدل، د تګاب ولسوالي د وسله والو مخالفينو له شتون نه پاکه شوه، ٢٥ کسه ترې ووژل شوي او ١١ نور ژوبل شوي دي.

خو طالبانو بيا د دې برعکس امنيتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوله.

د بدخشان امنيه قوماندان جنرال بابه جان وويل چې په دغه ولايت کې د  ازبکستان، تاجکستان او چيچين په اسلامي ډلو پورې اړوند څه باندې سل بهرني وګړي طالبانو ته د ماين جوړونې او درنو وسلو په برخه کې روزنه ورکوي.

عام خلک تر نورو زيات د جګړې له امله اندېښنه لري.

د يمګان ولسوالۍ د غرمي کلي اوسېدونکي غلام محمد وويل: ((موږ د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه لرو او هره دقيقه د طالبانو ګواښ حس کوو، جګړې مو پر ژوند ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه زياته کړه چې د لومړنيو خوراکي توکو بيې ورځ تر ورځې لوړېږي او خلک په ناوړه وضعيت کې ژوند کوي.

خو د يمګان د ځايي پوليسو قوماندان سلطان حسين وويل چې همدا اوس د جګړې له لومړۍ کرښې راغلي او طالبان د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.

هغه زياته کړه چې په اب چال سيمه کې له طالبانو سره په نښتو کې ښکېل وو، سخته جګړه روانه وه او طالبان له څو ساخته مقاومت وروسته مات او وتمبول شول.

خو د بدخشان ولايت مرستيال والي ګل محمد بيدار وويل: ((خپله مې له يمګان نه ليدنه وکړه، په ريښتيا هم امنيتي وضعيت په کې خراب دى، موږ د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره مرستندوى ځواکونه هم د جرم ولسوالۍ له لارې جرم ته استولي چې د طالبانو بريدونه کم کړي.))

نا امنيو د واورې ښويېدنې په پېښو کې زيانمنو ته د مرستو رسولو لړۍ هم ځنډنۍ کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د يمګان په ګلفزار او غرنۍ دره سيمو کې د واورې ښويېدنو له امله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى، اووه تنه ژوبل شوي او د استوګنې ٢٠ کورونه ويجاړ شوي چې ځايي چارواکو زيانمنو ته د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.