ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عرفان : تر هغه چې د ولايتي شوراګانو قانون نافذ نه شي تقنيني فرمان نه شي صادرېدى

عرفان : تر هغه چې د ولايتي شوراګانو قانون نافذ نه شي تقنيني فرمان نه شي صادرېدى

author avatar
4 Mar 2015 - 15:04
عرفان : تر هغه چې د ولايتي شوراګانو قانون نافذ نه شي تقنيني فرمان نه شي صادرېدى
author avatar
4 Mar 2015 - 15:04

کابل ( پژواک،١٣ کب ٩٣): د ولسي جرګې نايب منشي وايي، ولسمشر تر هغه د ولايتي شوراګانو په اړه تقنيني فرمان نه شي صادرولى چې د دې شوراګانو اړوند قانون نافذ شوى نه وي.  

دغه راز هغه  زياتوي چې په دغه قانون کې تر نافذ کېدو مخکې تعديل هم نه شي راتلى.

ولسي جرګې د سلواغې په ٨ مه، د ولايتي شوراګانو د قانون د تعديل طرحه تصويب کړه ، خو په دې طرحه کې يې د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د ولايتي شوراګانو څارنيز رول رد کړ. د قانون ياده طرحه ولسمشر توشېح کړې خو په رسمي جريده کې نه ده چاپ شوې.

د ولسي جرګې له يادې پرېکړې وروسته، ولايتي شوراګانو د اعتراض په توګه خپل دفترونه تړلي دي.

له همدې امله سيمه ييزو ارګانونو د ولايتي شوراګانو له استازو سره په ګډه دې شوراګانو ته د څارنې د حق ورکولو طرحه جوړه کړې او د ولسمشر په مشرۍ د کابينې په غونډه کې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق ورکولو پرېکړه هم شوې ده .

تېره ورځ( د کب ١٢مه) يوې حکومتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق ورکولو په برخه کې تقنيني فرمان هم لاسليک کړى، خو صادر شوى نه دى.

خو د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه چې د ولايتي شوراګانو قانون نافذ شوى نه وي، ولسمشر ولايتي شوراګانو ته د څار حق ورکولو په اړه تقنيني فرمان نه شي صادرولى.

هغه زياته کړه : ” څه موده وړاندې موږ يوه مشوره ورکړې وه،چې اول بايد ولسمشر د ولايتي شوراګانو تصويب شوى قانون په رسمي جريده کې خپور او نافذ کړي، تر هغه وروسته بيا په دې برخه کې تقنيني فرمان ورکړي او يا دې هم د تعديل وړانديز وشي.”

ده زياته کړه: “په اساسي قانون کې په دې برخه کې صراحت نشته، خو د قانون جوړونې روح همدغه شان ده، تر هغه چې په يوه برخه کې يو قانون نه وي نافذ شوى، په هغه برخه کې تقنيني فرمان نه ورکول کيږي.”

د عرفان په وينا، که ولسمشر په دې برخه کې فرمان صادر کړي او ولسي جرګې ته ورسيږي، جرګه به ورسره قانوني چلندوکړي. ده ونه ويل چې دغه قانوني چلند به څه ډول وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولايتي شوراګانو غړو ګواښ کړى چې که تر شنبې دې شوراګانو ته د تقنيني فرمان له لارې د څار حق ورنه کړل شي، لاريونونه به وکړي.

 د اساسي قانون په ٧٩ ماده کې راغلي چې حكومت كولى شي د ملي شورا د تعطيل په حالت كې له بوديجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر بنسټ تقنيني فرمانونه ترتيب كړي.

د دې مادې له مخې، تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي، خو بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې شورا ته وړاندې شي اوكه د  شورا له خوا رد شي، اعتبار له لاسه وركوي.

دا مهال ملي شورا تعطيل ده، خو ټاکل شوې چې د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ملي شورا د شپاړلسمې تقنيني دورې د وروستۍ کال غونډه پرانيستل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.