ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړو زده کړو وزارت  ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړولو ژمنه وکړه

لوړو زده کړو وزارت ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړولو ژمنه وکړه

author avatar
4 Mar 2015 - 16:49
لوړو زده کړو وزارت  ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړولو ژمنه وکړه
author avatar
4 Mar 2015 - 16:49

جلال اباد (پژواک، ١٣ کب ۹۳): د لوړو زده کړو وزارت د يوه مکتوب په استولو سره د ننګرهار خلکو ته ډاډ ورکړى چې اسلامي پوهنتون به په همدغه ولايت کې جوړ شي.

تر دې مخکې د وزيرانو شورا د روان لمريز کال د لړم په ۲۸مه د لوړو زده کړو وزارت ته سپارښتنه کړې وه چې د “ساينس او ټيکنالوجۍ اسلامي پوهنتون”  دې د ننګرهار پر ځای په کابل ولايت کې جوړ شي.

وړمه ورځ د ننګرهار ولايت يو شمېر وکيلانو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو د مرکزي دولت دغه پرېکړه  ناقانونه او له تعصبه ډکه وبلله او په دغه ولايت کې په لويه کچه د لاريونونو او احتجاجي غونډو جوړولو ګواښ يې وکړ.

په ولسي جرګې د ننګرهار د خلکو استازې فرشتې انوري د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يې د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست محمد عثمان بابري سره وليدل او ياده موضوع يې ورته ياده کړه.

هغه زياته کړه: ((په دې ليدنه کې مې سرپرست وزير ته د ننګرهار د خلکو اندېښنې او ګواښونه ورسول او له هغه مې وغوښتل چې دا پوهنتون دې په ننګرهار کې جوړ شي.))

د نوموړي په وينا، سرپرست وزير تر دې ليدنې وروسته له خپل اداري پلاوي سره غونډه وکړه او تر غرمې وروسته يې پرېکړه وکړه چې پوهنتون به په ننګرهار کې جوړېږي.

فرشتې انوري په خپله فيسبوک پاڼه کې د لوړو زده کړو وزارت د هغه مکتوب يوه کاپي هم خپره کړې ده چې په ننګرهار کې د ياد پوهنتون د جوړېدو پرېکړه شوې ده.

بلخوا د ننګرهار ولايت يو شمېر وکيلانو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو د لوړو زده وزارت د نوې پرېکړې هرکلى کړى دى.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل چې نن تر غرمې وروسته د دغه ولايت لسګونو وکيلانو، د مدني ټولنو غړي او ځوانان راغونډ شوي او د وزارت ياده پرېکړه يې وستايله.

د هغه په وينا، دمګړۍ دوى خپل لاريون چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، ځنډولى دى.

خو زمرى وايي، که چېرې مرکزي حکومت بيا هم په دې برخه کې کوم اقدام ونه کړ، نو دوى به خپلو مدني حرکتونو کې ته ادامه ورکړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.