کابل-زرنج (پژواک ١٣ کب ٩٣): د ملي دفاع وزارت او د نيمروز ولايتي چارواکو د ملي اردو د ٩ منسوبينو او پنځو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پنځه وسله وال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په غزني، هلمند او کندوز ولايتونو کې وژل شوي او د يوه بهرني په ګډون لسګونه شکمن کسان نيول شوي دي.
سرچينې ويلي چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي او همدارنګه يو ټوېټا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډکې ٤٧ بورۍ هم پکې وې، کشف او له منځه وړى دى.
د ملي دفاع وزارت زياته کړې، چې د امنيتي دندو په ترڅ کې د ملي اردو ٨ منسوبينو هم ژوند له لاسه ورکړى دى.
د نيمروز ولايت د دلارام ولسوال نجيب الله حيات وويل، چې همدارنګه د ملي اردو يوه سرتېري هم د ماين چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه ماين نن د دلارام په نالان سيمه کې د ملي اردو پر ځواکونو د ګزمې پر مهال چاودېدلى دى.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چې په دغه چاودنه کې يو ټانک له منځه وړل شوى او په کې سپاره ٦ سرتېري هم وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن