ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اووه پوليس تر مسمومېدو وروسته وژل شوي

اووه پوليس تر مسمومېدو وروسته وژل شوي

author avatar
5 Mar 2015 - 13:11
اووه پوليس تر مسمومېدو وروسته وژل شوي
author avatar
5 Mar 2015 - 13:11

لښکرګاه (پژواک، ١٤ کب ٩٣): په هلمند کې اووه پوليس تر مسمومېدو وروسته وژل شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په ياده ولسوالۍ کې د يوې امنيتي پوستې اووه پوليس د خوړو په وسيله مسموم شوي او بيا وژل شوي دي.

په ګرشک ولسوالۍ کې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دا پېښه د دې ولسوالۍ د ادم خان کلي د ناقلينو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې پوليسو ته له نږدې کورونو په راوړل شوو شړومبو کې مسموم کوونکي توکي اچول شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وروسته ياد پوليس چې په کې د پوستې قوماندان هم شامل و، پر ډزو وژل شوي دي.

امنيتي سرچينې وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې، خو دا يې نه ده څرګنده کړې چې دغه کار په خپله پوليسو کړى او که د وسله والو مخالفينو له خوا ترسره شوى دى.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوى په ياده سيمه کې پوليس تر مسمومولو وروسته وژلي او پنځه ميله وسلې يې هم ترې وړې دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په هلمند ولايت کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.