کلات (پژواک، ١٤ کب ٩٣): په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړه شوې ده.
د ياد قول اردو درستيزوال تورن جنرال واصف شاه د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا جګړه پرون د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د ځايي طالبانو او د داعش د بهرنيو وسله والو تر منځ پر کومه موضوع شخړه رامنځته شوې او وروسته يې وسله واله نښته کړې ده.
د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې اووه وسله وال چې ډېرى يې بهرنيان دي، وژل شوي او د ځايي طالبانو له خوا څلور بهرني وسله وال بې وسلې شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، پرون په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو جنرال عبدالحميد پژواک ته ويلي و چې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد پيل شوو عملياتو کې ٤٨ وسله وال وژل شوي چې ډېرى يې بهرنيان دي.
د هغه په وينا، وژل شوي وسله وال ډېر يې قرغيزستاني وګړي دي او يوه قرغيزستانۍ وسله واله ښځه په ټپي حالت کې نيول شوې چې يواځې په روسۍ ژبه خبرې کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن