ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېل خبريالانو د امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت د پرېکړې مخالفت وکړ

د سوېل خبريالانو د امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت د پرېکړې مخالفت وکړ

author avatar
5 Mar 2015 - 19:09
د سوېل خبريالانو د امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت د پرېکړې مخالفت وکړ
author avatar
5 Mar 2015 - 19:09

کندهار (پژواک ١٤ کب ٩٣): د سوېلي زون خبريالانو د امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت د هغې پرېکړې مخالفت وکړ، چې ګواکې له دې وروسته به د امنيتي ادارو چارواکي او وياندويان د پوليسو د کړو وړو او امنيتي پېښو په اړه خبريالانو ته معلومات نه ورکوي.

د کورنيو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړى، چې د امنيتي پېښو په اړه به يواځې د کورنيو چارو وزارت وياند معلومات ورکوي او د امنيتي ادارو چارواکي او وياندويان نه شي کولاى خبريالانو ته معلومات ورکړي.

د سوېلي زون خبريالان، نن د کب په ١٤مه د همدې پرېکړې په غبرګون کې په کندهار پرېس کلب کې راغونډ شوي وو او له ولسمشر څخه يې غوښتل، چې د دې پرېکړې په اړه دې له سره غور وشي.

د کندهار پرېس کلب مشر سيد سرور اماني وويل، چې د امنيت شورا دا پرېکړه چې د امنيتي پېښو پر مهال به يواځې د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي څانګه معلومات ورکوي، نه يواځې د اساسي قانون خلاف ده، بلکې د عملي کېدو وړ هم نه ده.

هغه زياته کړه، د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ١٢زره خبريالان په دندو بوخت دي، دا څنګه ممکنه ده چې د کورنيو چارو د وزارت مطبوعاتي څانګه دې په يوه وخت کې ډېرو خبريالانو ته ځواب وويلاى شي.

نوموړي له چارواکو وغوښتل، چې پر دې پرېکړه دې له سره غور وشي او تر څنګ دې يې معلوماتو ته د لاسرسي قانون پلى شي، چې په دې وروستيو کې د ولسمشر له خوا توشېح شوى دى.

په کندهار کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې ( نى) مسوول سمېع غيرتمل هم وويل، چې د امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت پرېکړه د اساسي قانون او هم معلوماتو د لاسرسي قانون خلاف ده، چې په همدې وروستيو کې د دواړو جرګو له خوا تاييد او د ولسمشر له خوا توشېح شوى دى.

هغه زياته کړه، د دې پرېکړې پر بنسټ نه يواځې قانون تر پښو لاندې کېږي، بلکې معلومات له ولس څخه پټ ساتل کېږي او هغوى په تيارو کې ساتل کېږي.

ده وويل: ((د اساسي قانون په پنځوسمه ماده کې واضح شوې، چې اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو حق دی، په همدې بنسټ د ملي امنيت شورا او کورنيو چارو وزارت دا پرېکړه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.))

د غونډې په پاى کې خبريالانو خبردارى ورکړ، که اړوندې ادارې خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو لاريونونه به وکړي او دغه راز به د حکومت د لاسته راوړنو د خبرونو له خپرولو هم ډډه وکړي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.